Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې له اعلان څخه هرکلی وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي دفتر(یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ملي شورا او د ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو د ترسره کېدو د ڼېټې له اعلان څخه وروسته، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دغې کړنې څخه هرکلی وکړ.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه ویلي:«د افغانستان خلکو د پراخو او معتبرو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې.یوناما د ملي شورا او دولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو د دقیقې نېټې او د ټاکنو په بهیر کې د روڼیتا له ښه والي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ژمنې څخه هرکلی کوي.»

د یوناما دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:«د ۲۳۴۴ پرېکړه لیک پر بنست ملي امنیت له یوناما څخه وغوښتل ترڅو افغان چارواکي د ټاکنو به ترسره کولو، روڼتیا، او د ټاکنو د پروسې له پراختیا څخه ملاتړ وکړي.د ټاکنو له خپلواکو او ځواکمنو بنسټونو څخه ملاتړ د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به یوه اساسي او مهمه ځانګړنه وي.»

یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ژمن دی. نن له غرمې وروسته(پنجشنبې د چنګاښ په ۱ نېټه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶ مه ڼېټه د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اعلان کړه.

شریک یي کړئ