Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما په پکتیکا کې د ۱۲ملکي کسانو وژل وغندل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) د خبرپاڼې په خپرولو سره په پکتیکا کې د پنج‎شنبې ورځې برید غندي چې په ترڅ کې یې ۱۲ ملکي کسان ووژل شول.

یوناما په هېواد کې د ملکي کسانو له په نښه کولو اندیښنه څرګندوي او له ښکیلو خواوو غواړي چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دولسو وژل شویو کسانو څخه اته تنه یې هغه ماشومان دي چې له ښوونځي څخه کور ته پر لاره وو.

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۸مه) واټ ته څېرمه خښ شوي ماین چاودنې له امله د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او۴ نور ټپيان شول.

د پکتیکا امنیه قومندان وویل چې پېښه هغه‎مهال شوې چې د زده‎کوونکو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.
 
یوناما په هېواد کې د ملکي کسانو له په نښه کولو اندیښنه څرګندوي او له ښکیلو خواوو غواړي چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي

شریک یي کړئ