Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه افغان د اورلګېدلې سیمې پېژندګلوي او اوروژنې دستګاه جوړه کړه

د بلخ ولایت یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي چې د انجینرۍ په برخه کې یې زده‎کړې کړې دي، داسې دستګاه جوړه کړې چې د اورلګېدو پرمهال د اورسوځونې سیمه پېژني او اور وژني.

یاد انجینر چې خپلې زده‎کړې په سوئس هېواد کې ترسره کړې او غواړي خپلې تجربې په بلخ ولایت کې پراخې کړې.

محمد صالح وايي:«داسې دستګاه مې جوړه کړې ده چې په کور، دکان او د کار په سیم کې د اور لیګدل پېژني او هغې خوا ته اوبه شیندي.»

ښاغلی صالح د غله‎نیونې یوې دستګاه باندې هم کار کوي، او له حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه لري.

دی وړاندې وايي:«پرېکړه مې کړې چې په افغانستان کې یو شرکت جوړ کړم او یو فابریکه جوړه کړم او په راتلونکې کې وتوانیږم چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړم.»

د محمد صالح ورور، میرویس د خپل ورور کړنې ستايي او زیاتوي:«دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی او هم زموږ د هېواد لپاره اړتیا ده، باید د دې ډول استعدادونو ملاتړ وشي.»

په همدې حال کې د بلخ مدني ټولنې غړي هم د هغو کسانو ونډه د هېواد په اقتصادي، فرهنګي او  ټولنیزو ارزښتونو په پیاوړتیا کې مهم بولي چې نوې طرحې لري.

بلخ کې د مدني ټولنې فعال، عبدالقادر مصباح څرګندوي:«له افغانستان څخه بهر ګورو چې پر استعدادونو پانګونه کېږي ترڅو یې طرحې پلې شي. افغانستان هم باید له دې ډول کسانو چې اجرايي طرحې لري ملاتړ وکړي.»

شریک یي کړئ