Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۱۳۹۶کال کې ټاکنې د حکومت لومړي‎توب جوړوي

ولسمشرۍ مانۍ نن( د وري۶مه) وايي چې په روان کال کې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د حکومت له لومړي‎توبونو وي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي د ولسمشر د ټاکنو تمویل څرنګوالي او د امینت تامین په اړه د مشورتي ناستې له جوړېدو خبر ورکړ.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:«په ۱۳۹۶ کال کې د ملي یووالي حکومت لومړي‎توب د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دي او مهمه ناسته د د ټاکنو مالي لګښت او امنیت تامین لپاره ده چې ترسره شوې ده.»

په همدې حال کې د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس، سید اکرام افضلي څرګندوي چې حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره الکترونیکي لارو چارو ته پام وکړي.

ښاغلی افضلي وړاندې وايي:«د ټاکنو بهیر الکترونیکي کېدل کولی شي چې هم دا بهیر چټک کړي، پایلې ژر اعلان شي او رڼښت هم تضمین کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس، فضل‎احمد معنوي هم د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره د الکترونیکی پېژندپاڼو ویش مهم بولي.

ښاغلی معنوي څرګندوي:«څنګه امکان لري چې د ټاکنو سیسټم یو ناڅاپه الکترونیکي شي؟ اول باید برېښنايي پېژند پاڼې وویشل شي او بیا ټاکنې الکترونیکي شي.»

اوس‎مهال د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په موخه ددې بهیر الکترونیکي کېدو باندې ټينګار کېږي.

د اکسین دلې رئیس، جانداد سپین‎غر وايي:«کولی شي چې د رایو شمېرنې په برخه کې ډېره مرسته وکړي، د نوم‎لیکنې په برخه کې هم مرسته کوي خو د رایې ورکولو په برخه کې به ډېره مرسته ونه کړي.»

مخکې له دې داسې راپورونه وو چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي په دې اړه اندېښنه لري، دا چې د ټاکنو الکترونیکي کېدو بهیر قرارداد پرته له سیالۍ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل کېدو او د دې بنسټ لخوا په ټاکنو کې لاس‎وهنه د یوناما مهمه اندېښنه ده.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي د ولسمشر د ټاکنو تمویل څرنګوالي او د امینت تامین په اړه د مشورتي ناستې له جوړېدو خبر ورکړ

شریک یي کړئ