Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان روباټ جوړونکو د ویزې صادرولو لپاره د امریکا د کانګرس غوښتنه

په کابل کي د امریکا د سفارت له لورې  افغان روبات جوړوونکو نجونو ته د ویزې له نه ورکولو وروسته د نړۍ په ډېریو هېوادونو په تېره بیا امریکا کې  بنسټونو او سازمانونو  د افغان روبات جوړونکو نجونو ملاتړ ته رادانګلي دي.

 دامریکا د کانګریس کابو ۵۳ غړو هم په یوه بې ساري ګام کې له دغو افغان نجونو د ملاتړ په اعلانولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه لیک په لېږلو سره ویلي دي چې دغه نجونې د امریکا امنیت نه ګواښي او دغو نجونو ته د ویزې د نه ورکولو لپاره هېڅ دلیل نشته.

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي:«که څه هم امنیت د امریکا د ویزې د ورکړې لپاره مهم دی ؛ خو سخته ده چې باور وشي چې دغه پېغلې نجونې دې امریکا ته دومره جدي خطر پېښ کړي چې متحده ایالتونو ته د لنډ مهالي ویزې ورکولو مخه ونیسي.»

د افغانستان د روباټ جوړونکې ډلې غړې کوثر روشن وویل:«زموږ په ډله کې داسې څوک نشته چې امریکايي وګړی له هغې څخه وېره ولري. موږ د زده کړې او د افغان نجونو د توانمنۍ د ښودلو لپاره هڅه کړې چې په امریکا کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړو.»

د دغې ډلې بله غړې فاطمه قادریان وايي:«موږ یوه ترهګره ډلې نه یوو چې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره امریکا ته ولاړ شو. زموږ هڅه په دغه هېواد کې د روباټونو په اولمپیک کې حضور وه.»

اخوا څو نړیوالو بنسټونو په ټولنیزو شبکو کې د دغو نجونو د ملاتړ لپاره د لاسلیکونو د راغونډولو لپاره  پروګرام  پېل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې پروګرام کې د دغو نجونو په ملاتړ زرګونه لاسلیکونه راغونډ شي او ښيي چې دا نجونو د امریکا لپاره ګواښ نه دي.

د افغانستان د روباټ جوړونکې ډلې غړې رودابه نوري څرګندوي:«خوشحاله یم چې زموږ کارونه د خلکو لپاره ارزښت لري او د نړۍ په هېوادونو کې بنسټونه زموږ د ډلې د ملاتړ لپاره کار کوي.»

دغو نجونو په دوو اونیو کې ځیرک روباټ جوړی کړی چې د څلورو کارونو د ترسره کولو وړتیا لري.

 دغو نجونو امریکا متحده ایالاتو ته خپل جوړ کړی روباټ لېږلی؛ څو د دوی د حضور په نشتوالي کې د روباټونو د اولمپیک  په نړیوالو سیالیو کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د روباټ جوړونکې ډلې روزونکی علي رضا مهربان وویل:«هغه روباټ چې موږ جوړ کړی باید څور کړنې ترسره کړي. لومړنۍ کړنه یې، دا ده چې باید وکړای شي چې توپونه راغونډ او وروسته دغه توپونه د رنګ پر بنسټ وپېژني او دغه توپونه ولېږدوي او همدارنګه په خپله دستګاه د لوړېدو توان ولري.»

که څه هم دغو نجونو څو میاشتې د ویزې د ترلاسه کولو هڅې وکړي خو د امریکا سفارت دوی ته ویزې ورنه کړي .

د هغه بنسټ  مشري چې د روباټونو په برخه کې دغو  نجونو ته زده کړه ورکوي د  افغانستان د ځوانو مشرانو د ډلې د یوې غړې رویا محبوب له خوا کېږي؛ دغه بنسټ له دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د روباټونو په برخه کې یو شمېر نجونو ته زده کړه ورکوي .

د کانګرس دغو غړو په دغې پروګرام کې لیکلي چې دغه نجونې هېڅکله د امریکا لپاره ګواښ نه بلل کېږي او باید د دغې ډلې غړي امریکا ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ