Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلک تراوسه هم له «ټيپ» څخه د موسیقۍ له اورېدو سره مینه لري

موسیقۍ سره د هېوادوالو لېوالتیا د دې لامل شوې، چې د موسیقۍ د اورېدو لومړنۍ وسیلې هم ورسره شته.

له دې سره چې ټکنولوژۍ خورا پرمختګ کړی، خو لا هم په پلازمېنه کې د کسټونو د پلورنې بازار شته.

په کابل ښار کې یو کسټ پلورنکی وايي، زیات شمېر هغه کسان چې د کسټونو پېرلو لپاره راځي پخواني ټیپونه هم لري او د موسیقۍ اورېدو پرمختللو وسایلو ته لاسرسی نه لري.

۲۷ کلن عبدالقیوم د ټيپ لپاره د موسیقۍ کسټې پېرلو په موخه دغه پلورنځي ته راغلی دی. دی وایي، نه شي کولای د موسیقۍ د اورېدو لپاره له نو ټکنالوژيکي وسایلو ګټه واخلي خو د یوه پخواني ټيپ په وسیله موسیقي اوري.

عبدالقیوم وویل:«ساده ټیپ دی له هغه سره سم بلد یم چې موسیقي واورم.»

قدرت الله بیا له ۳۰ کلونو راهیسې کسیټې پلوري. په هېواد کې او له هیواده بهر د سندرغاړو هر ډول کلاسیکه سندرغاړی چې وي په دې کسټو کې يې ثبتوي او بیا يي په پېرودونکو پلوري.

کسټ پلورونکی قدرت الله وايي:«ټول خلک د موسیقۍ د ترلاسه کولو لپاره ښه مالي امکانات نه لري او د ټيپ کیفیت هم ښه نه دی.»ټيپ په نړۍ کې د موسیقۍ اورېدو دویمه اله ده چې لاهم کارونکي لري خو د لومړي ځل لپاره د موسیقۍ اورېدو اله ګرامافون وه چې په دغه وسیله د سندرې ثبتول په هېواد کې ناشونی وو.

د افغان فلم رییس ابراهیم عارفي په دې اړه څرګنده کړه:«هر چا به چې دا ریکارتونه لرل، یوازې هغه کولای شول چې پر دغو ریکارټونو ثبت شوې موسیقي واوري او وروسته چې فیته بازار ته راغله، سندرې ثبتي شوې د فیتو پر مخ پر دغو ریکارټونو ته لېږدول کېدې.»

په هېواد کې د موسقۍ سره لېوالتیا د دې لامل شوې ده چې هر څوک له ځان سره د سندرو اورېدو امکانات ولري.

اوس مهال ځوان نسل له نوې ټکنالوژۍ ترڅنګ انټرنیټ کې د نړۍ له یو شمېر سندرغاړو  سندرې اورېدو ته لاسرسی لري.

شریک یي کړئ