Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه والي ته هیلې

یو شمېر هېوادوال وايي کولای شو چې د فرهنګي فعالیتونو په مرسته د دواړو هېوادونو خلک سره نېږدې او د شته اختلافونه له منځه یوسو.

هغوی موسیقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو اړیکو د له منځه وړلو لپاره یوه ښه تګلاره بولي.

عاطف اسلم یو پاکستانی سندرغاړی چې نه یوازې په دغه هېواد کې بلکې په افغانستان او هندوستان کې هم پلویان لري.

د کابل اوسېدونکي خالد حکیمي وویل:«کله چې یو شعر او یا هم سندره له یوه الهام سره رامنځته شي،په یوې جغرافیې پورې نه محدودېږي؛د ټولو هغو انسانانو لپاره دی چې درک او احساس لري.»

دغه هنرمندان وايي چې موسیقي پوله نه‎لري،بلکې کولای شي چې د بېلابېلو خلکو ترمڼخ پول وي.

حکیمي زیاته کړه:«موسیقي په بشپړه توګه ټول ژبني محدودیتونه له منځه وړي او ښه ده چې د دوو ملتونو ترمنځ فرهنګي اړیکې زیاتې شي.دا به د دې لامل شي چې په نورو برخو کې هم ښې اړیکې رامنځته شي.»

د کابل بل اوسېدونکي فواد نظري وویل:«هر څه چې د دوه ملتونو د فرهنګ په ښه‎والي اغېزه ولري،یوه اړتیا ده.د رحمان بابا او اقبال لاهوري په څېر شاعرانو د فرهنګ په اړه ډېر شعرونه ویلي دي.»

د ځینو هېوادوالو هیله دا ده چې یوه ورځ موسیقي د نور فرهنګي کړنې د جګړې ځای ونیسي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو ځانګړنه وي.

د پلازمېن مېشتي صدیق الله هارون وویل:«له هغې څخه پرته چې د دواړو خواوو قومونه له یو بل سره نسبي نېږدېوالی لري،د دواړو هېوادونو خلک دیني،فرهنګي او مذهبي نېږدېوالی لري.څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هرهنګي ژوند کولای شي په دواړو هېوادونو کې د سولې په کار کې مرسته وکړي.»

د کابل اوسېدونکي بشیر رضايي څرګنده کړه:«د پاکستان ملت د افغانستان له فرهنګ سره او د افغان ملت د پاکستان له فرهنګ سره ډېر اشنا نه دي نو له همدې امله ځینې ستونزې رامنځته کېږي؛خو د حکومتونو له سیاستونو څخه لیرې هغه پېښې چې جریان لري فرهنګي اړیکې کولای شي اغېزمنې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې کابل کابل د افغانستان او پاکستان د موسیقۍ د فیسټیوال کوربه وه.

دغه فیسټیوال د دې لامل شو ترڅو د درې هېوادونو وګړي له اوسنیو شخړو لږ لیرې شي او نېږدیوالي ته ډېر فکر وکړي.

شریک یي کړئ