Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرمنګسک افسانې په نوم فلم په کابل کې نندارې ته وړاندې شو

د سرمنګسک افسانې په نامه مستند فلم، د لومړي ځل لپاره د کابل په پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړل شو او د هغه ټول ننداره چیان زده‎کړیالان او فرهنګیان وو.

په دغه فلم کې ۱۱ کرکټره چې لیکوالان، هنرمندان او د حکومت اوسني کارکوونکو، له جګړې څخه پرته د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د بېلابېلو مسایلو په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

د دغې فلم اصلي پنځوونکې د ارمان شهر بنسټ مسووله ګیسو جهان‎ګیري ده، خو فلم د هېواد د یوې فلم جوړونکې دیانا ثاقب له خوا جوړ شوی دی.

د سرمنګسک فلم یو کرکټر داوود ناجي وايي:«دا فلم او دا فلم اخیستنه د جنبش روښنايي څخه مخکې په ۲۰۱۶ کال کې وه او ما هغه وخت هم ویل او لیدم مې چې د افغانستان د ټولنې تر پوست لاندې څخه کارونه کېږي.»

  د دغې فلم اصلي پنځوونکې د ارمان شهر بنسټ مسووله ګیسو جهان‎ګیري ده، او د بشري حقونو د اوونۍ په مناسبت د دغه بنسټ له خوا یو پروګرام دی.

د ارمان شهر بنسټ استازي روح الامین امیني څرګنده کړه:«یوولس شخصیتونه هر یو د بېلابېلو علتونو له امله غوره شول او له هر یوه سره، مرکه شوې ده.»

د دغه فلم جوړونکې وايي چې دغه فلم د افغانستان متفاوت روایتونه بیانوي.

د سرمنګسک فلم جوړونکې دیانا ثاقب زیاته کړه:«ډېره مهمه ده چې موږ هڅه وکړو چې د ټولنې دا برخه وځلو او وښویو او د هغوی خبرې لومړی د خپلو خلکو غوږونو ته او وروسته له هېواده بهر ورسوو.»

دا فلم د لومړي ځل لپاره په بلېجیم کې نندارې ته اېښودل شوی وه.

شریک یي کړئ