په تېرو پنځو کلونو کې د دولتي او خصوصي ادارو پر دېوالونو د بېلابېلړ پیغامونه لرونکي تصویرونه کاږل شوي دي.چې له کلتوري ستونزو څخه نیولې تر اخلاقي ستونزو اداري فساد او کډوالۍ پورې.
د دغه وزارت ویاند وایي، د دې کار موخه د وخت نه وړاندې ودونو د زیانونو په اړه د خلکو پوهاوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند فتاح احمدزی وايي:«له دغو انځورونو سره موږ غواړو چې د ځينو ټولنیزو ستونزو د ناوړه پایلو په اړه د خلکو ذهنونه روښانه کړو، ترڅو موږ وکړای شو له هغو ننګونو سره چې مخامخ یوو په ټولنه او زموږ په ادارو د پای ټکی کېږدو.»
دغه انځورونه له هغې وروسته د کابل ښار د سړکونو ترڅنګ پر دېوالونو انځور شوي چې زیات شمېر افغانانو په وروستیو کلونو کې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره ناقانونه سفرونو ته مخه کړې ده.
د کابل اوسېدونکی حبیب الله وویل:«ډېری هغه کسان چې له دغې لارې تېرېږي او د څو ثانیې درېږي او انځورونه ویني او د هغه لیکل شوي متنونه لولي.»
دغه انځورونه له وخته مخکې ودونو او له زده کړو د ماشومانو د بې برخې کېدو د ناوړه پایلو ښودنه کوي. دا تصویرونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر دېوالونو کاږل شوي دي.
له دې سره سره ارواپوهان د تصویرونو له لارې د ټولنیزو ستونزو بیان اغېزمن بولي ځکه چې په هېواد کې د سواد کچه ټیټه ده.
ارواپوه سید جعفر احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې خلک دغه انځورونه وویني یو اندازه خپل دننه ته ځي ځکه چې دغه انځورونه سړی فکرکولو ته اړ باسي او فکر کولو ته دا اړیستل کله نا کله کهچېرې مسایل اخلاقي وي او د فساد مسایل وي او کله هم شونې ده وجدان هم تر اغېزې لاندې راولي چې په ځان راشي.»