هندي رسنیو رپوټ خپور کړی چې وینود کهنه نن ګهیځ(د غوايي په ۷ مه) د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
وینود کهنه په بې شمېرو فلمونو کې لوبېدلی او د«امر اکبر انټوني»په فلم کې له لوبېدو وروسته ډېر شهرت ترلاسه کړ.
د هند سینماګران د هغه مړینه د بالیود لپاره یوه لویه تشه ګڼي.
د هند سیمنا یو بل تګړه لوبغاړی او د کهنه ملګری ریشي کپور،چې د امر اکبر انټوني په فلم کې لوبېدلی،د خپل د ملګري له مړینې خواشیني څرګنده وي او زیاتوي:«در پسې به خفه شوم امره!»
له دې وړاندې ډاکټرانو او د هغه کورنۍ د هغه د درمنلې له پرمختګ څخه هیله څرګنده کړې وه،خو ویل کېږي چې په ناڅاپه توګه یې روغتیايي حالت خراب شو.
هغه د روانې میاشتې په پیل کې د سرطان ناروغۍ له امله بستري شوی وه.