Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود له کم‎ رنګۍ د بلخ دفرهنګیانو اندېښنه

په بلخ کې ځينې فرهنګیان د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې د مطالعې د دود له کم رنګۍ څخه اندېښمن دي.

هغوی وايي چې په ټولنه کې د کتاب مطالعې د دود د پراختیا لپاره باید کتابتونونو ته د ځوانانو د لاسرسي په برخه کې ډېر کارونه وشي.

مسعود د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، هغه د مطالعې لپاره په مزار شریف کې دولتي عامه کتابتون ته راغلی دی.

هغه وايي:«د ورځې دلته راځم دوه یا درې ساعته مطالعه کوم.خو ډېر کم ځوانان د مطالعې لپاره راځي.»

د مولانا کتابتون په مزارشریف کې یوازینی عامه کتابتون دی، چې څلور لسیزې مخیینه لري.

پر بېلابېلو موضوعاتو لیکل شوي ۲۰ زره جلدو څخه زیات کتابونه په دې کتابتون کې شته.

د دغه کتابتون د مطالعې په خونه کې، لږ شمېر زده‎کړیالان او زده‎کوونکي لیدل کېږي.

د دوی په منځ کې یوه نجلۍ هم نشته.

ظریف د دولسم ټولګي زده‎کوونکی دی، د مطالعې لپاره دغه کتابتون ته راغلی دی.

دی وایي، چې معیاري او د مجهز کتابتونو شته والی به په ټولنه کې د کتاب لوستو کلتور بډایه کړي.

هغه زیاته کړه:«زموږ په ټولنه کې د مطالعې دود ډېر کم دی یوازې هغه کسان چې متخصص دي وجود لري، ډېر کم دي خو د زده‎کوونکو او زده‎کړیالانو په منځ کې د مطالعې دود له حده ډېر کم دی چې باید دود شي.»

په بلخ کې دوه عامه دولتي کتابتونونه شته. د نویو کتابونو او د مطالعې لپاره د لوی سالون نشتوالی، د دغو کتابتونونو نیمګرتیاوې شمېرل کېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عمومي کتابتون عمومي مدیر روشن روشنا په دې اړه وویل:«زموږ د کتابتون سالون کوچنی دی که‎چېرې یو پراخ کتابتون جوړ شي. او دولت پاملرنه وکړي چې په دغه کتابتون کې نوي کتابونه اضافه کړي د مراجعینو ستونزې به حل شي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغه کتابتون ته د ورځې په منځنۍ کچه ۸۰ تر ۱۰۰ تنه راځي.

په بلخ کې ځوانان وایي، د کتاب لوستو د فرهنګ پیکه والی، یوازینۍ ستونزه نه ده، بلکې هغه لږ شمېر کسان چې د کتاب لوستو لېواله دي، د اړتیا وړ کتابونو نشتوالی یې بله ستونزه ده.

د دغه کتابتون د مطالعې په خونه کې، لږ شمېر زده‎کړیالان او زده‎کوونکي لیدل کېږي. دی وایي، چې معیاري او د مجهز کتابتونو شته والی به په ټولنه کې د کتاب لوستو کلتور بډایه کړي.

شریک یي کړئ