د افغانستان د ملي موسیقۍ انیسټیټیوت یو شمېر چارواکي وايي چې د فرهنګي او هنري پروګرامونو پر وړاندې د یو شمېر افراط پالو له مخالفتونو اندیښنه لري.
د دغه انیسټیټوټ رئیس، احمدناصر سرمست وايي ځینو کسانو غوښتل د زمري میاشتې د اته ویشتمې نیټې په ویاړ کنسرټ هم جوړ نشي او که دا کار نه وی شوی، نو بیا به یې د موسیقي انسټیټوټ د تړلو غوښتنه کوله.
دی وړاندې وايي:«د سنګان، بامیان او هرات پروګرامونو وروسته یو شمېر افراطي کسانو د موسیقي او فرهنګ پروګرامونه څارل او د پردې ترشا یې مخه نیوله.»
په همدې حال کې د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټوټ په دغه کنسرټ کې د اریانا سعید د ګډون له امله نوموړې ته د زرهورتیا جایزه ورکړه.
د موسیقۍ ملي انستیتوت آریانا سعید د هغو کسانو لپاره اغیزمنه سندر غاړې بولي چې غواړي موسیقي زده کړي او په کابل کې یې د خپلواکۍ په ورځ د کنسرت د ترسره کولو لپاره هغې ته د میړانې ډالۍ ورکړه.
سندرغاړې آریانا سعید وايي:«که خلکو زموږ ملاتړ نه وی کړی، نو په کابل کې د زمري ۲۸ نیټې کنسرټ ترسره کېدو امکان به نه وی.»
له دې مخکې په بلخ، هرات او سمنګان ولایتونو کې ځینو ملایانو د کلتوري پروګرامونو په تېره بیا کنسرتونو مخه نیولې وه. یو شمېر کسانو د زمري په اته ویشتمه نیټه د اریانا سعید په ګډون د یو شمېر سندرغاړو د کنسرت مخه ونیوله.