Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د ماډلینګ لومړنۍ ډله

افغان پناه غوښتونکو د لومړي ځل لپاره په اروپا کې د مود او فېشن (ماډلینګ) یوه ډله جوړه کړې، دغه ماډلان په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه اروپا ته تللي دي.

دغه ماډلان په سوېډن کې د یوه نندارتون په لړ کې د افغانستان سنتي او فرهنګي جامې او توکي نندارې ته کېښودل.

یوه له دغو ماډلانو لاله سعید په دې اړه وايي:«افغانستان ښه کلتور لري. موږ غواړو هغه کلتور په سویډن کې نندارې ته وړاندې کړو چې د افغانستان اړوند دی.»

اتن او نڅاګانې د دغه نندارون بله برخه ده. په سویډن کې د دې موډلو موخه دا ده چې د افغانستان د هرې سیمې پخوان کلتور له هېواده بهر خلکو ته وښيي. له دودیزو جامو بیا تر کلتوري شتمنیو.

یوې بل ماډل الهام کندهاري وايي:« دا ډله مو د دې لپاره جوړه کړې چې وکړای شو د افغانستان ښکلی او اصلي کلتور دلته نندارې ته وړاندې کړو. د دې لپاره چې د دې ځای خلک پوه شي زموږ هېواد له جګړې پرته، نورې ښکلاوې هم لري.»

دغو ماډلانو له زیاتو ستونزو سره دلته ځانونه رسولي. په اروپايي هېوادونو کې افغان کډوال له ګنو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دوی د نندارې یوه برخه د افغان کډوالو د ستونزو یادونه ده.

لیون خراساني په دې اړه وویل:«موږ وغوښتل چې د ماډلینګ یوه ډله رامنځته کړو د دې لپاره چې د افغانستان د خلکو کلتور بهرنیانو ته وښیو.»

دا ماډلان اروپا ته تازه ورغلو کډوالو سره هم مرسته کوي. دا هغه ځوانان دي چې وروستیو کلونو کې له افغانستانه سویډن ته تللي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې لا یې برخلیک نه دی معلوم.

دوی هغه ماډلان دي چې مسلکي نه خو کېدای شي چې دغوره راتلونکې لپاره یو ښه  پیل وي.

شریک یي کړئ