Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې دیوې معلولې نجلۍ د هنري اثارو نندارتون

په هرات کې یوه معلولې نجلۍ ښايسته توانېدلې چې پر پښو نېږدې ۲۰۰ تابلوګانې رسم کړي. 

هغې په خپلو ډېریو  تابلوګانو کې د ښځو پر وړاندې بې رحمانه تاوتریخوالی  نقاشي کړی.

د څوارلس کلنې ښایښتې پالنه د هغې د مور پر غاړه ده. د هغې د ټول بدن یوازې د پېښې دوې ګوټې جوړې دي.

 خو دغه نجلۍ له همدغو دوو ګوتو نه په ګټې اخیستنې سره خپل هنر او وړتیا نندارې ته وړاندې کوي.

د ښایستې مور برېښنا الفي وايي:«ښایستې له څلور کلنۍ د کاغذ پر مخ نقاشي پیل کړه او اوس نېږدې ۲۰۰ اثار لري.»

سره له دې چې ښایسته خپلې تابلوګانې د شپې په خپل کور کې نقاشي کوي خو د معولانو د ملاتړ له بنسټونو سره هم همکاري لري.

د هرات ډېری معلولان د ښایستې د حیرانوونکې هنر ستاینه کوي.

د هرات یو له معلولانو امید حقجو چې له ښایستې سره همکاري لري وايي:«موږ چې په هرات کې ژوند کوو هره ورځ د یوه معلول په وجود کې یو ځواک او استعداد وینو او د دغو ځواکونو په لیدو سره فکر کوو هغوی له دې سره چې معلول دي، خو له ډېریو سالمو انسانانو توانمنه دي.»

د هرات د مدني ټولنې غړی راوک هم څرګنده کړه:«ښایستې ثابته کړې له دې سره چې معلولیت لري، خو کولای شي غوره او خیرانوونکي اثار وپنځوي او په حقیقت کې غوره اثار هماغه دي چې د یوه معلول له خوا پنځول کېږي.»

د ښایستې الفي یو شمېر تابلوګانې د هرات په ښځینه چایخونه کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

 او دا د دې معلولې نجلې د تابلوګانو د پلورلو لپاره یو فرصت دی. هغه له دې لارې د خپلې بې وزلې کورنۍ عاید برابروي .

په هرات کې د ښځينه چایخونې او نندارتون څېښتنه سویټا دراني وايي:«په دغه نندارتون کې د دوه معلول نجونو اثار نندارې ته اېښودل شوي وو چې ځينې دغه تابلوګانې پلور شوي دي.»

د ښایستې تر ټولو نوې نقاشي د ولسمشر غني انځور دی. د هغې مور وايي چې دا نجلۍ له ولسمشر نه  ځینې غوښتنې لري.

د ښایستې مور برېښنا الفي څرګنده کړه:«د ښایستې یوازینۍ غوښتنه له ولسمشر غني سره لیدل دي او دغه اثر چې د غني نقاشي شوی انځور دی، د معلولې لور له خوا مې ولسمشر ته ورکړل شي.»

د څوارلس کلنې ښایستې په بدن کې یوازې د پښې دوه ګوتې کار کوي او پر هغو دوه ګوتو نقاشي کوي او په خپلو ډېریو تابلوګانو کې د ښځو پر وړاندې بې رحمانه تاوتریخوالی نقاشي کړی.

شریک یي کړئ