Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې «ولسمشر ته لیک » په نامه فلم نندارې ته کېښودل شو

ولسمشر ته د لیک په نامه افغانی فلم تېره ورځ (د جمعې په ورځ د وږي په ۳۱ مه) په کابل بازار ته وړاندې شوه.

دغه فلم چې د رویا سادات له اثارو څخه دی، د یوې مېرمنې ژوند یې انځور کړی چې د تاوتریخوالي او تبعیض قرباني شوې ده.

تر دې وړاندې په سویس کې د لوکارنو نړیوال فسټیوال او څو نورو نړیوالو فیسټیوالونو کې یې خپور شوی دی.

د دغه فلم جوړونکې رویا سادات په دې اړه وویل:«دغه فلم، د اریانا په سینما کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته کېښودل شو؛خو زه ډېره خواشینې شوم چې د وخت د کموالي او امنیتي مسایلو له امله ونه توانېدم چې کورنۍ سره همغږې کړم؛ خو دغه پروګرام دوام لري، ډېر ژر د سینماګانو له لارې، حتماً تدبیرونه ارزول کېږي چې د دغه فلم د دلیدو لپاره کورنۍ هم ګډون وکړي.»

ولسمشر ته لیک د فلم له نندارې سره د دې سینمایي اثر لاسته راوړنو ته هیله مني نور هم زیاته شوې ده.

فلم جوړونکي محمد اغا ذکي په دې اړه وویل:«ولسمشر ته لیک، یو لوړی سینمايي فلم دی چې د افغانستان په ټولنه کې یې پټ واقعیتونه انځور کړي دي؛ دغه فلم له یوې ډراماټیکې فضا سره پیلېږي.»

ولسمشر ته لیک د هغه فلم داستان دی، چې په افغانستان کې د یوې مېرمن ستونزمن ژوند په‎کې تصویر شوی.

دا فلم د رویا فلم او کابورا پروډکش په همکارۍ جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ