د لومړي ځل لپاره په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت فرهنګي، هنري او د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د افغان او ایراني هنرمندانو او لیکوالانو کتابونه، صنایع او د نقاشۍ اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.
په دغه نندارتون کې همدارنګه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د ټولو هنري پنځونو ترڅنګ،د ۶۰ ایراني خپرندویو کتابونه او د ۳۰ افغاني خپرندویو کتابونه هم د ۱۰ ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
ایراني وګړي موسوي په دې اړه وویل:«هر څومره چې دغه نندارتونونه ډېر جوړ شي،موږ کولای شو له افغانستان سره ډېرې اړیکې ولرو او همدارنګه د عرفان او فلسفې په اړه ډېره پلټنه وکړو.»
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان او ایران د خلکو د لازیات نږدې کېدو لپاره لوی ګام بولي.
هغه وویل:«دا یو فرصت بولم د دې لپاره چې دننه په افغانستان کې د کتاب د خپرېدو وضعیت ته پاملرنه وشي.»
د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«زموږ په دغې تمدني حوزه کې،د دې پر ځای چې پولې کتاب،فرهنګ او خبرې اترې ماتې کړي،له بده مرغه ترهګرۍ ماتې کړې دي.»
له بلخوا ۵۲ بایسکل ځغلوونکو د څو کیلو متره واټن په کچ کولو په هېواد کې د کتاب لوستلو کلتور د پراختیا پيغام دغه نندارتون ته ورساوه.
په دې اړه مو اندونه