Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د تاریخي سندونو او لاسي لیکونو د ملي ارشیف نندارتون

د حکومت اجراییه رییس وایي،چې ملي ارشیف یا خوندیځ ، د قلمي، تاریخي او هنري سندونو د لرلو له امله، د سیمې په کچه بډايه ارشیف دی.

عبدالله عبدالله، نن په ملی ارشیف کې جوړ شوي یوه نندارتون ته ورغلی وه.او له ټولو حکومتي ادارو او هېوادوالو وغوښتل، هغه اثار چې تاریخي ارزښت لري باید په ملي ارشیف کې ثبت کړي.

له دې سره ښاغلی عبدالله د هغو اثارو په ساتنه کې د ملي ارشیف ظرفیت ټیټ بولي، چې په ارګ او بهرنیو چارو وزارت کې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سلګونه تاریخي او خطي آثار د یوې اوونۍ لپاره په ملي آرشیف کې نندارې ته ایښي دي.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله زیاته کړه:«حکومتي بنسټونه هغه اثار چې په هغه بنسټ پورې اړوند دي په ملي ارشیف کې ثبت کړي.د راتلونکي لپاره هم د هغه لپاره ښه کار به همدا وي چې په ارشیف کې هم همدغه اثار وساتل شي.»

په اوسني وخت کې د غرڅه پر څرمنې لیکل شوی قران کریم او د هېواد د پخوانیو نظامونو اتیا ډوله مهم اسناد په ملي آرشیف کې ساتل کېږي.

د ملي ارشیف د تاریخي اثارو د څانګې مسوول احمد سیر بهروز وویل:«د امان الله پېژاند پاڼه هم په ملي ارشیف کې شته. په ۱۳۰۰ هجري لمریز کال کې ۳۰ کلن ښودل شوی چې په دغې پېژندپاڼه کې د محمد زايي قوم لیدل شوی.۲۸ کلن وه چې سلطنت ته رسېدلی وه.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف اوسنۍ ودانۍ د دغو ټولو ارزښتمنو تاریخي او خطي اثارو د ساتلو لپاره بسندویه نه بولي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند په دې اړه وویل:«موږ په دې اړه فکر شو چې دلته د ملي ارشیف چې همدلته باید جوړ شي د اوس لپاره د ملي ارشیف اوسنۍ ودانۍ د دغو اثارو لپاره بسنه کوي او دغه ودانۍ په خپله یو تاریخ ارزښت لري.»

د ملي آرشیف مسوولین وايي چې د هېواد عادي وګړي لږ د دغه خوندیځ په اړه مالومات لري او کم کسان د تاریخي او خطي اسنادو د ساتلو له ځایه لیدنه کوي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله له دغه نندارتونه د لیدلو پرمهال د هېواد ملي آرشیف داسې زیرمتون بولي چې د تاریخي، خطي او خطاطۍ هنر د آثارو له پلوه د سیمې په کچه ترټولو بډایه خوندیځ دی.

شریک یي کړئ