ځینې کسان چې په دغه بنسټ کې روزنه ویني، هغه ماشومان دي چې د لوبتوکو جوړول زدهکوي.
په ورته وخت کې، ځينې ځوانان چې د موسیقۍ د الاتو له غږولو سره بلدتیا لري، د ورځې دغه بنسټ ته راځي او د ماشومانو او ځوانانو لپاره موسیقي غږوي.
پر کانټینر د یو شمېر انځورونو کاږل د ننه په کانټینر کې د تصویرونو د یوې برخې ښودنه کوي.
له ماشومانو تر لویانو ټول د یو بل ترڅنګ خو هر څوک په خپل کار بوخت دي.
قدرت الله څه موده مخکې په همدې کانټینر کې دمبوره زده کړې، او اوس هره ورځ په دې ځای کې نورو ته دمبوره غږوي.
په دغه روزنیز مرکز کې تر ټولو کوچنی زدهکوونکی ۱۱ کلن مصطفی دی چې د لاسي صنایعو د چمتو کولو لپاره هره ورځ دې ځای ته راځي او له دې لارې د ښوونځي اړتیاوې برابروي.
زدهکوونکی مصطفي په دې اړه وویل:«ښه موږ د بېلګې په توګه کولای شو د کور یو ډیکور انټرنټ ته پورته کړو یا د یوه ځای لپاره چې غواړو ښه منظره ولري، دا ځوړند کړو.»
هاجره او معصومه چې خویندې دي وايي هغه فعالیتونه چې دوی یې په دې کانټینر کې کوي نه یوازې بوختیا ده بلکې عاید هم ترې ترلاسه کوي.
زدهکوونکې معصومې وویل:«کولای شو چې سویه جوړه کړو، واورین کس یا هم بوډۍ جوړه کړو او د دې لپاره یې جوړ وو چې د کور د تزیین لپاره دي.»
بله زدهکوونکې هاجره هم وايي:«یوه ښه بوختیا هم ده او کار هم.»
داسې ماشومان هم شته چې هره ورځ د انځورګرۍ لپاره دې ځای ته راځي.
د دې کانټینر مسوولین وايي دو ماشومانو ته یوازې ځاي او اسانتیاوې برابروي.
په کابل کې د دغه کلتوري او ټولیز کانټينر مسوول نعیم کریمي څرګنده کړه:«د کانټینر یوه ښېګڼه دا ده له یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول کېږي په لومړنیو پړاونکو کې موږ ته لږه سخته وه او موږ داسې کړی وای چې د خلکو منځ ته تللو.»
د دې کانټینر پر دېوالونو په لسګونه د نقاشۍ او عکاسۍ تابلوګانې لیدل کېږي چې ډېری یې د هغو کسانو د هڅو پایله ده چې دغه کانټینر ته ورځي.