د ډیزني شرکت اعلان کړی چې د چین سینما لوبغاړې لیو ییفي، د «هوا مولن» په نوي فلم کې په اصلي رول کې به ولوبېږي.
د مولن فلم د ډیزني یو بل فلم دی چې تل د پلویانو له خوا یې له تود هرکلي سره مل وي. لکه سیندرېلا، د جګړې کتاب یا دیو او معشوقه د ۲۰۱۷ کال ډېر پلور شوي فلمونه دي چې غوره کلاسیک انېمیشنونه دي.
ویل کېږي چې د دغې رول لپاره څه باندې زر لوبغاړو ځانونه نوماند کړي وو.
د مولن انېمیشن د چین له یوې زړې اسطورې څخه اخیستل شوې یوه نخسه وه.
دغه انېمیشن په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د ټوني بنکرافټ له کارګردانۍ سره خپور شو، د داستان اصلي شخصیت، مولن یوه ځیرکه او زړوره نجلۍ ده چې د پخواني چین په سړي واکه ټولنه کې، د پلار پالنې او د هېواد د ساتنې لپاره اړه ده چې خپل جنسیت پټ کړي او د نرینه په جامه کې له زړورتیا سره په دې توانېږي چې په ۵ پیړۍ کې د چین امپراټور وژغوري.