د «زهرې» د موسیقۍ آرکسټر د داووس وروستۍ ماښام له ساز سره پایته ورساوه. دا ډله له ۳۰ افغانو نجونو جوړه ده او دا یې اروپا ته لومړۍ هنري سفر دی.
د دې ډلې بنسټاېښودونکی، احمد سرمست وايي چې «زهره» د موسیقۍ ډلې هر ګام د جنسیتي نابرابرۍ پرضد یو ګام دی.
دا د موسیقي ډله د ختیځ او لویدیځ ګډه موسیقي غږوي.
احمد سرمست وايي:«هر ګال چې اخلي نو په حقیقت هېواد کې جنسیتي نابرابري کموي او سولې او ټیکاو لور ته ګام دی.»