Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ستورې وروستي پړاو ته د یوې نجلۍ او رپ ویوونکي تلل

افغان ستوري په ۱۲ پړاو کې د لومړي ځل لپاره یوه نجلۍ او یوه رپ ویوونکي وروستي پړاو ته لاره موندلې ده.

نن به په ډاګه شي چې د هغوی له ډلې کوم یو به یې لومړی مقام خپل کړي،خو دغه پړاو ته د هغوی رسېدو مخینه نه‎ده لرلې.

زلاله هاشمي له ننګرهار ولایت څخه او سید جمال مبارز له بلخ ولایت څخه په دغه سیالیو کې ګډون کړی او دغه پړاو ته رسېدلي دي.

زلاله چې له جلال اباد څخه کابل ته راغلې ،له داسې ځایه چې په ځینو سیمو کې یې موسیقي د داعش او طالبانو لخوا منعه اعلان شوې ده.

خو ښايي په دې نه پوهېده چې یوه ورځ به لومړۍ نجلۍ وي چې دافغان ستوري پروګرام وروستي پړاو ته رسېږي.

د افغان ستوري د وروستي پړاو نومانده زلاله هاشمي وايي:«د افغان خویندو او وروڼو له رایو څخه مننه کوم.د هغوی له رایو سره دلته رسېدلې یم.»

خو آیا زلاله د هغو ننګونو په وړاندې مقابلې ته چمتو ده چې په افغانستان کې یوه ښځینه هنرمنده ورسره مخامخ وي؟

زلاله هاشمي وايي:«تراوسه مې کومه ستونزه نه ده لیدلې؛خو له دې وروسته که کومه ستونزه پیدا شي،له هغې سره به مقابله وکړم.»

د زلالې مور هم څرګنده کړه:«قوم ستونزې رامنځته کوي؛خو تراوسه مې چا ته اجازه نه ده ورکړې چې دا کار وکړي؛ځکه چې د اولاد پرېکړه مور او پلار نیسي.»

د افغانستان د موسیقۍ یوه مشهوره ښځینه ستورې هم دغه پړاو ته د زلالې هاشمي رسېدل د ښځینه هنرمندانو لپاره د خوښۍ وړ بولي.

سندرغاړې نغمه وايي:«یوه ښه لاسته راوړنه او د وړیا ځای دی چې یوه نجلۍ له داسې ستونزمنو شرایطو سره حاضرېږي او د دریځ مخې ته راشي سندره ووايي او ځان وروستي پړاو ته ورسوي.»

خو په دې پړاو کې سید جمال مبارز د زلالې سیال دی، هغه هم د رپ لومړنی ویونکی دی چې د افغان ستوري دغه پړاو ته یې لاره موندلې ده.

د افغان ستوري وروستي پړاو ته لاره موندی سید جمال مبارز وايي:«د رپ فرهنګ یو نوی فرهنګ دی.خلکو سمه بلدتیا نه لري،ځینو تراوسه هم رپ نه دی منلی.»

دواړه ستوري خپل پلویان لري

د کابل اوسېدنکې ورمیله وايي:«موږ ټولې مېرمنې چې دلته یوو کولای شو چې د یوې ښځې ملاتړې واوسو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد نادر هم وویل:«د مبارز زښته زیاد لېواله یم او له همدې امله مې هڅه وکړه چې نن دغه پروګرام ته راشم.»

د افغان ستوري ۱۲ پړاو پای ته رسېږي، خو ښايي دې پړاو ته د دغو دوو سندرغاړو رسېدل د دوی یوه مهمه هیله وي.

شریک یي کړئ