Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د ملي موزیم رئیس:په جاپان کې د باختري خزانې د نندارې لپاره چمتووالی نیسو

ټاکل شوې ده چې د باختر خزانه په جاپان کې نندارې ته کېښودل شي.د افغانستان د ملي موزیم رئیس وايي چې په جاپان کې د باختري خزانې د نندارې لپاره د چمتووالي په حال کې دي.تراوسه د دغو اثارو له نندارې څخه یې په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې کابو ۱۷۶ مېلیونه افغانۍ(درې مېلیونه ډالره) ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې بهرني وګړي په کابل کې د افغانستان د ملي موزیم له لروغونو اثارو څخه هم لیدنه کوي.

د افغانستان موزیم د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۷ هجري لمریز کال کې د کابل په باغ بالا سیمه کې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره جوړ شو.

په لومړیو کلونو کې د عجایب کور نومېده. په دغه ځای کې له کورنیو جګړو مخکې کابو ۱۰۰ زره لرغوني اثار موجود وو، خو په دغو جګړو کې کابو ۷۰ سلنه دغه اثار غلا شول. وروسته طالبانو ډېری مجسمې ماتې کړې، په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه لس زره لرغوني اثار دغه موزیم ته راوړل شول او اوس په دې لرغون کور کې کابو ۶۰ زره اثار شته.

د افغانستان د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي په دې اړه وویل: "تراوسه هم د آثارو د ثب لړلۍ جریان لري له ۲۰۰۰ کال څخه تراوسه ۱۰ زره اثار له امریکايي، اروپايي او اسیايي هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي دي".

د افغانستان د باختر شتمني، چې د طلا تپې، د بګرام د حوزې، اي خانم، فلول تپې او بلخ سیمې آثار پکې دي او د یو شمېر دغو اثارو لرغونتوب درې زره کلونو ته رسېږي.

په ۱۳۸۵ کال کې د نړیوالې دوره یي نندارې لپاره په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې نندارې ته کېښودل شول او اوس ټاکل شوې ده په جاپان کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د ملي لرغون کور مسؤولین وايي چې د لوګر د عینک د مسو له کانه یو شمېر اثار ترلاسه شوي او په اوسني وخت کې په پراګ کې نندارې ته اېښودل شوي او په نورو هېوادونو کې هم نندارې ته د دغو اثارو د وړاندې کولو غوښتنې یې ترلاسه کړې دي.

د موزیم لرونکو سرپرست عین الدین صداقت څرګنده کړه: "د مس عینکو اثار دم‎ګړۍ د پراګ په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي دي او نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې ده او زموږ له څېړنو څخه وروسته دغه اثاربه د نندارې لپاره نورو موزیمونه ته واستوو".

د افغانستان ملي موزیم څخه په اوسني وخت کې په لسګونه کسان لیدنه کوي، دا کس په فرانسه کې د پوهنتون استاد دی او وايي چې د دویم ځل لپاره د افغانستان له موزیم څخه لیدنه کوي.

په فرانسه کې د پوهنتون استاد فرانته فرانتي په دې اړه وویل: "زما لپاره ډېره په زړه پورې ده دا چې د افغانستان بډایه تاریخ او کلتور بیانوي، دا هغه ځای دی چې په تېرو وختونو کې بېلابېلو مدنیتونو له هغې تګ راتګ کاوه او د بېلابېلو مدنیتونو مهم اثار په دې ځای کې شته".

افغانستان د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د یونسکو، د علمي، روزنیز او کلتوري سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی، د اسلامي، یوناني، باختري، کوشاني او بودایي دورو یو شمېر اثار په دغه هېواد کې شته.

د ایران وګړي علي شرقي په دې اړه زیاته کړه: "زه له ایران څخه د افغانستان لیدو ته راغلی یم او اوس راغلی یم چې د افغانستان ملي موزیم ووینم".

د پلازمېنې یو تن اوسېدونکي څرګنده کړه: "زه یو ځل دوه کاله مخکې راغلی وم خو اوس وینم چې ډېری اثار بېرته راوړل شوي دي".

د افغانستان د ملي موزیم یوه مهم ځانګړتیا دا ده چې په هغې کې ټول اېښودل شوي اثار د افغانستان له لرغونو سیمو ترلاسه شوي، افغانستان د همدغو اثارو له امله د پخواني پير او باورونو څلور لاره بلل کېږي، د دغو لرغونو او تاریخي اثارو لویه برخه د غرونو له زړونو، دښتو او استوګنو سیمو څخه ترلاسه شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د یونسکو په همکارۍ او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هڅو سره یو شمېر ډېر غلا شوي اثار له اروپايي هېوادونو څخه بېرته راګرځول شوي دي او تراوسه هم ډېری دغه اثار د اروپايي هېوادونو په موزیمونو کې ساتل کېږي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

ټاکل شوې ده چې د باختر خزانه په جاپان کې نندارې ته کېښودل شي.د افغانستان د ملي موزیم رئیس وايي چې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه