Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انجلينا جولي نوی فلم د طالبانو په دوره کې د یوې افغانې کیسه کوي

د نجلینا جولي نوي فلم د طالبانو په دوره کې د یوې افغانې نجلۍ داستان انځور کړی.دغه انېمېشن فلم«ډوډۍ راوړونکی»نومېږي او د پروانې په نامه د یوې افغانې نجلۍ د ژوند کیسه یې انځور کړې ده.

پروانه د طالبانو په پېر کې خپل وېښتان لنډوي او خپله څېره د هلک په بڼه اړوي ترڅو وکړای شي د خپل کور ډوډۍ راوړونکې وي؛ځکه چې د دغه فلم د داستان له مخکې د هغه پلار د طالبانو له خوا بندي شوی دی.

پروانه له خپل نېږدې ملګرې شازیې سره خپل ژوند په خطر کې اچوي کوښښ کوي چې پلار یې تراوسه ژوندی دی که نه‎؟

دغه فلم د هغه شرکت له‎خوا جوړ شوی دی چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو کې د هغه جوړ شوي فلمونه اسکار جاېزې ته نوماند شوي وو.

د دغه فلم ترېلر په روانه اوونۍ کې خپور شوی وه.

جولي په یوې بیانیه کې د دغه فلم په اړه داسې ویلي دي:«زه ډېره ویاړم چې له مهمې موضوع سره د دغه ښکلي فلم او یوه برخه یم.»  

هغې زیاته کړه:«د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مېلیونونه نجونې اړې دي چې له خپل وخت څخه مخکې، غټې شي؛د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړي او هغه هم په ډېرو سختو شرایطو کې... زه هیله لرم چې دغه فلم ډېر مخاطبین ولري.»

ټاکل شوې ده چې دغه فلم د روان کال تر پایه بازار ته راشي.

شریک یي کړئ