Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ انځورګرو د سول‎غوښتنې پیغامونه یې په دېوال انځور کړل

د بلخ ولایت یو شمېر انځورګرو په مزارشریف ښار کې د جرمني د کونسلګرۍ پر دېوالونو د سولې انځورونه،انځور کړي دي

دغه انځورګر وايي چې دوی غواړي له دې کار سره د دولت مخالفو وسله والو ته د سولې پيغام ورسوي.

د بلخ یوه انځورګره فرخنده سادات چې د دغه پروګرام په لاره اچوونکې ده وویل:«و مو غوښتل همدا پېښه چې تېره شوې(د المان پر کونسلګرۍ ځانمرګی برید) چې غمیزه وه،اوس غواړو چې سوله او پخلاینه وښیو.»

په بلخ کې د تجربه لرونکو انځورګرانو څخه محمدصابر نقشبندي دې ته په اشارې سره چې ډېری هېوادوال د لوست له نعمت څخه بې برخې دي او نه شي کولای شعارونه ولولي،وویل:«موږ هغه هېواد یوو چې کابو ۹۰ سنله خلک مو نالوسته دي،که‎چېرې یو شعار ولیکو نو لوستای نه شي،خو په انځورګرۍ پوهېږي چې سوله خپلې څه ښکلاوې لري.»

دغه انځورګران وايي چې جګړه له ویجاړیو او تباهي پرته بله پایله نه لري، له دې امله د جګړو له ښکېلو لوریو غواړي چې تاوتریخوالیو ته د پای ټکی کېږدي.

د مدني ټولنې فعاله فهیمه وايي:«موږ تل غواړو چې په افغانستان کې سوله وي او د دولت له مخالفو وسله‎والو څخه غواړو چې له سولې سره یوځای شي ترڅو وکړای شو چې له جګړې او تاوتریخوالي څخه تش هېواد ولرو.»

د بلخ ولایت یوشمېر انځورګر وايي چې له دې لارې غواړي د سولې پیغام خپور کړي او خلک د سولې ټینګښت ته راوبولي.

شریک یي کړئ