Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دسولې راوستو او کتاب لوستلو د دودولو لپاره د ګل،قلم او کتاب ورکړه

د ځوانانو یوه ډله،د کتاب لوستلو د دودولو،او په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو لپاره زره جلده کتابونه د ګلانو ښاخې او قلمونه د کابل ځینو اوسېدونکو ته ډالۍ کړې.دغه پروګرام د«د سره ګل ښاخه او د سولې لپاره کتاب»تر نامه لاندې ترسره شو.

د ځوانانو دغه ډله هېوادوالو ته چې په هېواد کې د ناوړه پېښو له امله سخت خواشيني دي او تلپاتې سولې ته د رسېدو هیله لري د دوی پرخولو د موسکا د خپرولو ګام پورته کړی.

د خاطره آفرینان بنسټ مسؤول بارش سروري په دې اړه وویل:«ځوانان باید هڅه وکړي او ټول دې باور ته ورسوي چې سوله هیله نه ده او د ځوانانو له هڅو سره به سولې ته لاسرسۍ پیدا کړو.»

د هرات اوسېدونکی همایون دهقان وايي:«په لومړي سره کې مې فکر کاوه چې دغه ځوانان مجلې وېشي،خو اوس چې دغه کتابونه په لاس کې لرم،وینم چې له بېلابېلو منځپانګو سره کتابونه موږ ته ډالۍ راکړي دي.»

ځوانان ابادۍ ته د هېواد رسېدل په یووالي او د سولې په راتلو کې بولي.

د حقوقو زده‎کړیال سید هارون په دې اړه څرګنده کړه:«موږ هم کولای شو چې د چین او المان هېوادونو په څېر،چې له یووالي او سولې سره یې خپل هېوادونه اباد کړل،په هېواد کې ارامي راولو او بېرته خپل هېواد جوړ کړو.»

د سولې د راوستو په موخه د کتاب لوستلو د کلتور د دودولو لپاره دغه مدني حرکت په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېره یوه نیمه لسیزه که د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د حکومت هڅې بې پایلې وې.

شریک یي کړئ