Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګرځنده ټلېفون له توکو په ګټې اخیستنې د بې پیلوټې الوتکې جوړل

یو افغان زلمی توانېدلی چې د ګرځنده ټلېفون له توکو څخه په ګټې اخیستنې سره یو بې پيلوټه الوتکه جوکړه کړي.

له څلورو میاشتو کار او تر دوه زره افغانیو لګښت څخه وروسته د دغې الوتکې څرخونه په حرکت راغلل، دا د هغه لومړی تجربه ده.

دغه الوتکه تر دوه سوه متره لوړ الوتنه کولای شي او ټولې برخې یې د ګرځنده تلېفون له توکو جوړې شوې دي.

غزیز الرحمان په هېواد کې د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د درېیم کال زده‎کړیال دی، نوموړی د خپلو لویو پروګرامونو خبره کوي او غواړي ترې ملاتړ وشي. عزیزالرحمان د واي فاي، موبایل او کمپیوټر له لارې د دغې بې پيلوټه الوتکې د کنټرول خبره کوي.

د بې پیلوټې الوتکې جوړونکي عزیز الرحمان وویل:«زما د الوتکې چارج د ګرځنده ټلېفون له بطرۍ څخه دی او کله چې ما د لومړي ځل لپاره الوتنه ورکړه تر ۲۰۰ مترو پورې هم والوته او ډېره لېوالتیا مې پیدا کړه چې په راتلونکي کې نوي او جالب کارونه ترسره کړم.»

نوموړی دغه راز کارونو ته د حکومت پر بې پامۍ نیوکه کوي او ټینګار لري له اختراع کوونکو څخه د دولت په ملاتړ سره به ځوانان لازیاتې هڅې وکړي.

 له دې مخکې نوموړي یو پروګرام برابر کړی و چې وینې ته اړمن کسان د انټرنېټ له لارې د اړتیا وړ وینې د ګروپ لرونکي خپلې سیمې ته نېږدې کسان پیدا کولای شي.

شریک یي کړئ