Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عدنان سمیع د یوه افغان سندرغاړي په رول کې فلم کې کار کوي

د بالیووډ نامتو سندرغاړی، عدنان سمیع د لومړي ځل لپاره به په یوه فلم کې د یوه افغان سندغاړي رول ترسره کړي.

دا فلم د "افغان د کور په لټه کې" تر نامه لاندې جوړیږي او داستان یې د یوه افغان سندغاړي په تړاو دی چې د جګړو له امله یې افغانستان پرېښی او په بل هېواد کې ژوند کوي، خو څوک د هغه هنر ته پام نه کوي او ورته ارزښت نه ورکوي.

د یوه افغان په رول کې د عدنان سمیع انځور کله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، ډېر د خلکو لخوا لیدل شوی.

په دې انځور کې عدنان سمیع د ږیرې، برېتو او ژیړ رنګې لنګۍ سره ښکاري.

عدنان سمیع وايي چې نیکونه یې د افغانستان هرات ولایت څخه هند ته تللي دي او افغانستان سره یې د مینې له امله د یوې افغانې جلۍ سره واده کړی دی.

عدنان سمیع وايي چې کورنۍ یې د امان‎الله خان په وخت کې درباریان وو چې نیکه یې جنرال آغامحفوظ جان هغه‎مهال هرات، کندهار او بلخ کې د نائب‎الحکومه دنده ترسره کوله.

دی وايي کله چې حبیب‎الله کلکاني افغانستان کې واک ونیوه، نو نیکه یې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته یې ژوند پیل کړ.

عدنان سمیع سره له دې چې پاکستانی تابیعت درلود، خو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې دې هېواد د هغه تابیعت ملغا اعلان کړ.

سیمع په ۱۹۹۹ کال کې هند ته ولاړ او د هغه هېواد تابیعت یې ترلاسه کړ.

سره له دې چې د نوموړي مېرمن د افغانستان تابیعت لري، خو دی هیڅ‎کله افغانستان ته نه دی راغلی.

عدنان سمیع ويلي دي چې له څلور کلنۍ څخه یې د پیانو غږول پیل کړي دي او په ۹ کلنۍ کې یې خپله لومړۍ سندره ویلې ده چې کمپوز یې هم خپل وه

شریک یي کړئ