Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لرغونی غلا شوی جام بېرته د کابل موزیم ته راوړل کېږي

بريټانیا کې یوې ښځې او مېړه یې یو لرغونی جام چې تاریخ یې ۱۷زیږدیزې پېړۍ ته رسيږي، انګلستان کې د برېټانیا سفارت ته وسپاره. دغه جام لومړۍ سعودي عربستان ته لېږدول شوي وه.

د لندن په یوکې ټایمز ورځپاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې نن یک‎شنبې (د غبرګولي۲مه) خپره شوې ده راغلي دي، پاټریک‎ون‎الوک او مېرمن یې په ۱۹۹۴ زیږیز کال کې یو جام په جده کې پېرلی وه، وروسته له دې چې پوه شول دا جام د کابل له موزیم څخه غلا شوی دی، هغه یې انګلستان کې د افغانستان سفارت ته سپارلی دی.

دغه ښځه او خاوند هغه مهال د یاد جام په لرغون‎توب پوه شوي دي، کله چې یې غوښتل هغه لندن کې یوه خیریه بنسټ باندې خرڅ کړي.

وروسته له هغې د یاد بنسټ د اسلامي څېړنو څانګې مشرې، ساره پلمبلې پرې څېړنه کړې تر هغې چې پوه شوې دا اثر د کابل له موزیم څخه غلا شوی دی.

دغه اثر د بريټانیا په همکارۍ دغه هېواد کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شو چې ډېر ژر به کابل ته ولیږدول شي.

ښاغلي ون وویل:«زه لیواله یم چې لرغونې اثار خپلو هېوادونو ته وليږدوم.»

ده زیاته کړه:«د موزیمونو په نښه کول جرم دی. زه په دې پوهېږم چې د کابل موزیم ۷۰ سلنه آثار یا غلا شوي دي او یا هم زیانمن شوي دي.»

ویل کيږي چې د کورنیو جګړو په ترڅ کې د هېواد ډېر شمېر لرغونو توکو زیان لیدلی، خو په تېرو ۱۵ کلونو کې ډېر شمېر دغه توکې هېواد ته رالیږدول شوي دي او یا هم بیا رغول شوي دي.

بريټانیا کې یوې ښځې او مېړه یې یو لرغونی جام چې تاریخ یې ۱۷زیږدیزې پېړۍ ته رسيږي، انګلستان کې د بر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه