په سلګونو ایراني وګړو د «فروشنده»فلم جوړونکی «اصغر فرهادي» یې وستایه او له هغه څخه یې تود هرکلی وکړ.
د ښاغلي فرهادي په لیکنې او کارګردانۍ سره«فروشنده»فلم د اسکار د غیر انګلیسي ژبو غوره فلم ګټونکی شو.
ښاغلی فرهادي وايي چې د محدودیتونو سربېره،په ایران کې د فلم جوړولو ته به دوام ورکړي.
ایراني چارواکي د دغې جایزې ګټل یو ویاړ بولي.
کهڅه هم ایراني سینماګرانو په ځلو په دغه هېواد کې پر محدودیتونو نیوکې کړي،خو فرهادي وايي چې له دې وروسته هم غواړي چې په ایران کې فلم جوړ کړي.
د ایران وګړي هم د یوه ایراني له خوا د اسکار جایزې ګټلو له امله خوشحاله دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي فرهادي د اسکار جایزه لومړنۍ ایراني الاصل امریکا ستورمزلې واخیسته.
اصغر فرهادي امریکا ته د ایران په ګډون د اوو مسلمانو وګړو د تګ د مخنیوي د حکم په اعتراض کې په دغو مراسمو کې ګډون ونهکړ.
فروشنده د ښاغلي فرهادي دویم فلم دی چې د اسکار جایزه اخلي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې«جدايي نادر از سیمین»چې د ښاغلي فرهادي فلم دی هم د اسکار د غیر انګلیسي ژبو د غوره فلم جایزه اخیستې ده.