Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د انځورګرۍ (نقاشۍ) ډله‎ييز نندارتون جوړ شو

د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۲۶ مه)په کابل کې د انځورګرۍ یو ډله‎ييز نندارتون جوړ شو چې په دغه نندارتون کې د ۲۰ انځورګرانو اثار نندارې ته وړاندې شول.

نوین طاهري یوه ښځینه انځورګره ده چې د هغې د نقاشۍ پنځه آثار په دغه نندارتون کې نندارې ته کېښودل شول.

نوموړې چې د حقوقو او څارنوالۍ په څانګه کې زده کړه کړې وايي له دوو کلونو راهیسې انځورګري کوي او غواړي د دغه هنر له لارې د مېرمنو ټولنیزې ناخوالې انځور کړي.

هغې وویل:«انځورنه رسونکي دي کولای شي چې مفهوم په ښه توګه ورسوي حتا هغو کسانو ته چې له بشپړ لوست څخه برخمن نه دي.»

ټولې نقاشۍ په دوه ډوله تور او سپين او د اوبو په رنګ شوې دي.

جاوېد تاشه عکاس وویل:«په دغه نندارتون کې مې نوي سبکونه ولیدل.»

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ استاد صابر وویل:«هیله لرم چې دغه مهارتونه په هغو جهتونو کې وکارول شي او داسې کارونه ترسره شي چې د انسان د نن ورځې اړتیاوې  او د افغانستان نننۍ ټولنه انعکاس کړي.»

په دغه نندارتون کې د دوولسو نجونو په ګډون د ۲۵ انځورګرو محصلینو آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ