Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګهواره؛ هغه وېب‎پاڼه چې افغان ماشومانو ته روزنیز توکي وړاندې کوي

په اروپايي، امریکايي او اسیايي هېوادونو کې د افغانستان یوې فرهنګي ډلې، د «ګهوارې» په نامه یوه وېب‎پاڼه جوړه کړې، ترڅو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، د ماشومانو لپاره ځانګړې ترانې،کتابونه وژباړي او یا هم ولیکي.

دغه ۳۵ کسیزې ډلې چې له ژباړنو، لیکوالو، انځورګرو، او ایډیټ کوونکو څخه جوړه او د شپږو میاشتو په موده کې توانېدلي چې ۷۰ کتابونه وژباړي او یا ولیکي.

د ګهوراې ډلې اصلي بنسټ اېښودونکی ذبیح مهدي دی چې په جاپان کې د ماسټرۍ زده‎کړیال دی.

د دغې ډلې اجرايي رییس چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی وايي:«موږ په پام کې لرو هغه کتابونه چې د ګهوارې ډلې له خوا لیکل شوي په ښه او معیاري کیفیت سره په غږیز ډول هم چمتو کړو.»

هغه میندې او پلرونه چې لوستي دي، مطالعه کوي د ماشومانو د ادبیاتو پر ارزښت ښه پوهېږي، ګهوارې ویب‎پاڼې ته یې ژر لاسری شوی، ان تر دې چې ماشومان یې د ګهوارې د داستانونو د کرکټرونو له نومونو سره هم بلد دي.

افغانې فلم جوړونکې رویا سادات په دې اړه وویل:«د دې لپاره چې زموږ د ماشوم لید د پیدایښت او انسان ته یو ارزښتمن لید وي، باید ارزښتي تألیفونه، لکه مینه، تفاهم، د بېلابېلو فرهنګونو منل، صداقت، ریښتنولي، وفاداري او نور  ارزښتي تألیفونه، چې له ماشوتوب څخه د ماشوم په ذهن او ضمیر کې حک شي.»

د دې په خوا کې، دغې فرهنګي ډلې، د داستانونو او شعر لسګونه کتابونه له نورو ژبو ژباړلي او ځینې یې خپله هم لیکلي.

د ګهوارې کار ډله‎ییز دی. لیکوالان، ژباړونکي، انځورګران او ایډیټران دې ډله کې کار کوي.

اوس نو د میندو او پلرونو مسؤولیت دی، چې له دې اسانتیاوو څه ډول سیمه ګټنه کولای شي.

د ماشومانو لپاره د شعر، داستان او ترانو له منځپانګې سره د انټرنېټي وېب‎پاڼه شپږ میاشتې وړاندې د هېواد د ۳۵ فرهنګیانو له خوا چې په دې برخه کې د لیسانس، ماسټرۍ، او دکټورا سندونه لري رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ