Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې د افغان مېرمنو د پلاوي له ترکیب څخه نیوکې

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې د افغان مېرمنو د پلاوي په ترکیب چې ټاکل شوې ده د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي له نیوکې سره وايي چې د ښځو استازې له پلازمېنې او د حکومت لخوا کمارل شوي او له ټولو ښځو استازیتوب نه‎شي کولی.

د ښځو د ځان بساینې په موخه د اقتصادي پراختیا پروګرام، د بروکسل په غونډه کې به د افغان حکومت یو بنسټیز پروګرام وي.

خو د بروکسل له غونډې مخکې دلته په ولسي جرګه کې یو شمېر ښځینه استازې او د ښځو د دفاع حقونو بنسټونو غړي د بروکسل د غونډې لپاره د پلاوي په ترکیب نیوکه کوي.

په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسیون رییسه فوزیه کوفي وايي:«تل هغه کسان د نړیوالو غونډو ته معرفي کېږي چې فعالیتونه یې یوازې په پلازمېنه کې دي او تل له تکراري او پلازمېنې ته منحصرو پروګرامونو سره په دغو غونډو کې له ښځو څخه استازيتوب کوي.»

د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي هم زیاتوي:«موږ له دې څخه اندېښمن یوو یو ځل بیا هغه فرصتونه چې په هغه کې نړیوال مرسته کوونکي د مرستې ژمنه کوي، له لاسه وکړو او دغه مرستې ټولو مېرمنو ته ونه رسېږي.»

دوی وايي چې له پلازمېنې او ولایتونو څخه د بروکسل غونډې ته د ښځو نه غوره کېدل به د دې لامل شي ترڅو بیا ځلې د ښځو د اقتصادي پراختیا په برخه کې شته فرصتونه له لاسه لاړ شي.

د سولې لپاره د ښځو د مرکز مسؤولې وږمې فروغ څرګنده کړه:«که‎چېرې دغه ترکیب د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي زموږ لپاره به د منلو وړ نه وي او د هغوی خپرونې په د ټولو ښځو لپاره نه وي.»

خو په دې اړه د مالیې وزارت ځواب چې د بروکسل د غونډې د پلان جوړونې مسؤولیت لري، ځواب څه دی.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی وايي:«دغه استازي د ښځو،کار او ټولنیزو چارو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره په همغږۍ سره معرفي شوي دي او د هېواد په پلازمېنې او ټولو ولایتونو کې له ښځو څخه به استازي وکړي.»

له دې سره سره عدلي او قضايي بنسټونه وړاندیز کوي چې له ښځو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام ترڅنګ باید د حکومت مشران په دې غونډه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د منع قانون پر نافذېدو هم ژمنه وکړي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې د افغان مېرمنو د پلاوي په ترکیب چې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه