داسې رپوټونه شته چې افغانستان په تېرو ۱۳ کلونو کې نه دی توانېدلی چې د واټ نړیوال سازمان له امتیازه ګټه واخلي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي له دې سره چې افغانستان د دغه سازمان غړی دی، افغان موټر چلوونکي نه شي کولای خپل صادراتي توکي د تیر په نوم د نظام اډانه کې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته ورسوي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو له مخې په دغه سازمان کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې یوازې ۲۶ د تېر اجازه لیکونه موټرچلوونکو ته صادر شوي دي.
د دغې خونې مسوولین وايي افغان موټرچلوونکو ته د ویزې ورکول او په روډپاس کې ستونزې هغه ننګونې دي چې افغان موټرچلوونکي تراوسه د ځمکې له لارې د توکو لېږدرالېږ نهشي کولای.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي په دې اړه وویل:«موږ د «ای ار یو» له سازمان سره خبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي یوو چې زموږ د ټرانسپورټي برخې ځینې چلوونکي چې غواړي د تیر له سیستم څخه استفاده وکړي، تاجیکستان ته واستول شي ترڅو هلته تخنیکي روزنې وویني.»
له بلخوا د ترانسپورت وزارت وايي د واټ د نړیوال سازمان له مادو د ګټې اخیستو او همداراز د موټرچلونکو د ویزې د ستونزو د هواري لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې لري.
دغه وزارت زیاتوي په اوسني وخت کې د واټ د نړیوال سازمان د کارولو لپاره عملي پلان برابر شوی دی.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوینج په دې اړه څرګنده کړه:«دا یوه جدي مسله ده. موږ خپلې څېړنې ترسره کړي. هغه ټرانسپورټي شرکتونه چې پرمختللي وسایل په واک کې لري، د سوداګرۍ محترمې خونې ته یې معرفي کوو او له هغې لارې هغوی د «تیر» سازمان ته معرفي کېږي.»
افغانستان له ۳۵ کلونو راهیسې د واټ د نړیوال سازمان غړیتوب لري او له دیارلسو کلونو راهیسې یې د دغه سازمان په چوکاټ کې د کانټ تیر جواز صادرول پيل کړي دي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې د مسوولینو په وینا له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۱۷۰۰ باروړونکي موتر له بهرنیو هېوادونو د واټ له نړیوال سازمانه په ګټې اخیستو خپل توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي خو د دغه سازمان له مادو د استفادې لپاره د افغان حکومت کړنې د قناعت وړ نه دي.