Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه ۲،۸ میلیارډو ډالرو ته رسېدلې

په ایران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور وایي چې اوسمهال افغانستان له ایران څخه په کال کې ۲،۸ ملیارد ډالرو په ارزښت توکي واردوي.

د نوموړي په وینا، که د ایران تیل په پام کې و نه نیول شي، نو افغانستان د ایراني توکو تر ټولو لوی وارد کوونکی هېواد دی.

اوس مهال افغانستان له ایران څخه ډیری لبنیات، د کور وسایل او نور خوراکي توکي واردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولانو نن سې‎شنبې(د کب په ۳ مه)اعلان وکړ چې د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان د پولو ترمنځ سرحدي بندیزونو د هېواد پر اقتصاد او د توکو په بیه هېڅ اغېزه نه ده لرلې او د پاکستان کړنې به یوازې د هغه خپل اقتصاد ته زیان ورسوي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان په سوداګرۍ کې بې ثباتۍ ته په پام سره د پاکستاني کلدارو کارول په دغه راز وضعیت کې د هېواد په زیان ګڼي.

د بشپړه اړوند راپور لوستو لپاره دا ځای کېکاږئ

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي

شریک یي کړئ