Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر راتلونکو شپږو میاشت د سلما بند مسؤولیت افغانستان ته سپارل کېږي

د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وايي چې افغانستان چمتو دی چې تر راتلونکو ۶ میاشتو د سلمان بند د ادارې مسؤولیت چې دم‎ګړۍ هندي متخصصان په غاړه لري په غاړه واخلي.

عثماني زیاتوي چې په کابل کې د هند سفارت د انرژۍ او اوبو ته مالومات ورکړی چې هندي متخصصان چمتو دي ترڅو د سلمان بند د ادارې مسؤولیت دغه وزارت وسپاري.

د هغه په وینا درې ورځې وړاندې د هند د سفیر له مرستیال سره د خبرو اترو په ترڅ کې ویلي چې افغانستان چمتو دی ترڅو د دغه بند د مراقبت مسؤولیت د پړاونو له وهلو وروسته ترلاسه کړي او د هغه د برېښنا د تولید سیستم اداره د برېښنا شرکت ته ورکړي.

سلمان بند د ۲۰ کیلومټرو له اوږوالي او ۷،۳ کیلومټرو پنډوالي سره د ۶۴۰ مېلیونه مټره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د هغه د اوبو اخیستو بهیر ۹ تر ۱۲ میاشتې نیسي.

هندي چارواکو وویل چې د سلما بند د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په لګښت چې د دغه هېواد دحکومت له خوا جوړ شوی دی د ۴۲ مګاواټ برېښنا د تولید سربېره،د ۸۰ زره هکټاره ځمکو د اوبو لګولو وړتیا هم لري.

شریک یي کړئ