Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د سترې لمریزې برېښنا د پروژې د کار پیل

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې د لمریزې برېښنا د سترې پروژې کار به چې د ۱۰ میګاواته برېښنا وړیتا به ولري په کندهار کې پيل شي.

د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب وايي چې د دغې پروژې د پیل لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر، د یوه افغان او هندي ګډ شرکت له خوا به یې کار پیل شي.

هغه ټینګار کوي چې دغه شرکت مکلف دی د خپل کار له پيل یو کال وروسته دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپاري او له دې پروژې برېښنا شرکت تر ۱۵ کلونو تولیدي برېښنا هر کیلواټ به په ۷ سنټه وپيري.

ښاغلي غالب په دې اړه زیاته کړه:«ځکه چې د امریکا د پراخیتا نړیوال بنسټ له دغې پروژې سره ۱۰ مېلیونه ډالره مرسته کوي، د هر کیلو واټ برېښنا بیه هم باید له ۷ نیم سنټ څخه کموالی ومومي او موږ هڅه کوو چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړو.»

بل خوا تړوني شرکت به د دغه پروژې چارې له هندي شرکت سره یو ځای مخته یوسي.

د دغو شرکتونو مسوولین وايي، حکومت باید د پروژې عملي کولو په موخه زمینه برابره کړي.

د دغې پروژې د تړوني شرکت مسوول نقیب الله حسن زی وايي:«د دغې پروژې ځنډېدل هم د هغې په ستروالي کې وو؛ او ځکه دا پروژه لومړنۍ پروژه ده چې په دومره لویوالي سره په هېواد کې د لمریزې برېښنا پروژه عملي کېږي. خو موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره عملي شي.»

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، له دغې پروژې څخه په لومړي سر کې د کندهار صنعتي پارکونو ته بریښنا ورکړل شي.

په کندهار کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د امریکا د پراختیا نړیوال بنسټ ۱۰ مېلیونه ډالره لګوي.

شریک یي کړئ