Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت تېر کال د نړیوال بانک ۱۲۵ مېلیون ډالري مرسته له لاسه ورکړې

د تفتیش د عالي ادارې د څېړنو له مخې نړیوال بانک پروسږکال د دغه بانک د هڅونې د مرستو لپاره افغان حکومت ته لس معیارونه ټاکلې وو ترڅو د افغان حکومت له لوري د ګمرکي اصلاحاتو او مالي برخو او دغه راز د دغو برخو په کړنلارو کې عملي شي.

 خو د دوی په وینا یو شمېر دغه معیارونه نه دي عملي شوي او له همدې امله حکومت د دغه بانک د هڅونې څه باندې ۵۰ سلنه مرستې نه دي تر لاسه کړي.

د تفتیش د عالي ادارې مرستیال سید محمد مهدي حسیني په دې اړه وویل:« په ۱۳۹۵ کال کې د ۱۰ بینچمارک لپاره ۲۲۴ مېلیونه ډالره ځانګړې شوې وې چې وتوانېدل پنځه بینچمارکونه تطبیق کړي او د هغه بودیجه د دولت خزانې ته راشي او پنځه نور له تطبیق څخه پاتې شول.»

د مالیې وزارت د یو شمېر ژمنو نه عملی کېدل د هغو د وخت اخیستل بولي او زیاتوي چې لا هم افغانستان د دغو پېسو د ترلاسه کولو لپاره فرصت لري.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وايي:«موږ یو ډالر هم له لاسه نه دی ورکړی.بلکې دغه پیسې په همغې بڼه چې هوکړه شوې د اصلاحاتو په پایله کې د دولت په خزانه کې شاملېږي او له هغې لارې په افغانستان کې د لومړيتوبونو پر بنسټ د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره، لګول کېږي.»

د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې نړیوال بانک د یوه درې کلن پروګرام په لړ کې چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر پایه به دوام ولري؛ د یو شمېر معیارونو او هغو  شرطونو د  پلي کولو په بدل کې چې دغه بانک  ایښې دي؛ له افغانستان سره ټولټال ۹۰۰ مېلیونه مرسته وکړي.

 له دې ډلې تر اوسه افغانستان ۵۵۰ مېلیون ډالره تر لاسه کړي دي.

شریک یي کړئ