Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت له ۳۰ سلنې څخه کمه پراختیايي بودیجه لګولې ده

د روان مالي کار وروستي کېدو ته یوازې ۴ میاشتې پاتې دي خو لاهم د دولتي بنسټونو له خوا د پراختیايي بودیجې لګښت په منځني کچه ۳۰ سلنې ته هم نه دی رسېدلی.

په دې ډله کې کار ټولنیزو چارو، مالیه، کرنې، ښار جوړونې او اقتصاد وزارت هغه دولتي بنسټونه دي چې خپله ډېره بودیجه يي لګولې دي.

د مخابراتواو ټکنالوژۍ، ملي دفاع، ترانسپورټ، د قومونو او قبایلو او حج او اقافو وزارت هغه بنسټونه دي چې کمه بودیجه يي لګولې ده.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وايي:«که‎چېرې تاسې ځانګړنه ووینئ، کابو دري څلوېښت سنله تخصیص مو وړاندې کړی؛ خو بالمقابل، لګښت ۲۸ سنله دی.»

مالیې وزارت ټينګار کوي چې دراتلونکي کال په بودیجه کې هغو دولتي بنسټونوته لومړیتوب ورکړي چې ډېره بودیجه يي لګولې وي.

رحیم زي زیاته کړه:«کله چې موږ د بودیجې استماعیه مخ ته وړو، بیا لومړیتوب او یا هم چانس هغه ادارې ته ورکو چې خپل امتحان یې په تېر کال کې ورکړی وي.»

بل خوا  د پراختیا يي بودیجې نه لګولو ستر لامل اداري فساد  دی او ترڅنګ يي د پراختیايي بودیجې نه لګولو له امله به هېواد کې بهرنۍ مرستې هم کمې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ذبیح الله نصیري وايي:«کله چې بودیجه نه لګول کېږي، دلته نړیوالې ټولنې ته هم پوښته رامنځته کېږي چې هغه بودیجه چې افغانستان ته راځي ولې نه لګول کېږي؟»

ویل کېږي چې وزارتونو او نورو دولتي بنسټونه ته د مالي کال لومړي شپږ میاشتې د پروګرامونو او د پراختیايي کارونو په ارزولو تېروي.

په همدې اړه د کال وروستۍ شپږ میاشتې بیا د پروګرامونو په پلي کولو تمرکز کوي چې دا د پراختیايي بودیجې کم لګښت کې اصلي لامل ګنل کېږي.

یوازې څو وزارتونه توانېدلي چې خپله ډېره بودیجه په پراختیايي پروګرامونو کې ولګوي؛ خو ځینې وزارتونو، حتا څه باندې لس سلنه بودیجه هم نه ده لګولې.

شریک یي کړئ