Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د برېښنا او صنعتي پارکونو نشتوالی لویه ستونزه

خوست ولایت کې یو شمېر پانګه‎وال او د کارخونو څښتنان په دې ولایت کې د صنعتي پارک او پرېښنا نشتون د لویو ستونزو په توګه یادوي، خو تر څنګ یې د صنعتي پارک نشتوالی لامل شوی چې ډېرې کارخونې له دولت ثبت نه وي او په همدې توګه یې دولت ته تر اوسه پورې مالیه هم نه ده ورکړې.

په دې ولایت کې د صابون د یوې کارخونې مسوؤل، محمد ولي وايي:«دا د دولت لپاره هم توان دی او دا زمونږ لپاره هم توان دی ځکه دوي زمونږ لپاره هم پاملرنه ده کړې که چیرې دوي مالیه ټوله کړي زمونږ په کټه ده.»

په خوست کې یو شمېر نور شرکتونو او فابریکو چارواکي د فابریکو او شرکتونو مالیې او ثبت پروسه رڼه نه کڼي.

خوستوال سوداګر، نور محمد څرګندوي:«مالیه ډیره زیاته ده که زه چیرې مستوفیت ته لاړ شم درې میاشتې روبواوره تصفیه ده چې دلته د شرکتونو او فابریکو لپاره ډیر مشکلات دي که چیرې دولت اسانتیا رامینځه نه کړي د شرکتونو او فابریکو لپاره ستونزمنه ده.»

بل خوستوال سوداګر زیاتوي:«که چیرې فابریکې مسوولین خپلې فابریکې ثبت کړي دوي بیا نشي کولای بې کفایته مواد استعمال کړي.»

په همدې حال کې په خوست کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې دوي سره تروسه هیڅ فابریکه ثبت نه ده.

د خوست ولایت د سوداګریو او صنایعو خونو رئیس، نواب امیرزی په د اړه داسې وینا لري:«مونږ سره تروسه په خوست کې هیڅ فابریکه ثبت نه ده که دولت ته یې مالیه ورکړي هغوي ته به معلوم وي خو مونږ ته نه دي معلومې ځکه مونږ سره کوم ثبت نه لري.»

په دې اړه مو هڅه وکړه چې په خوست کې د سوداګرۍ وزارت ریاست نظر واخلو خو بریالي نشو.

د خوست سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو پر وینا په خوست کې ۷۵ شاوخوا بیلابیلې فابریکې فعالیت کوي چې ډېری یې جواز هم نه لري.

په همدې حال کې په خوست کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې دوي سره تروسه هیڅ فابریکه ثبت نه ده، او ځکه هم تر اوسه دولت ته مالیه نه ده ورکړل شوې

شریک یي کړئ