Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داسلامي بانکدارۍ پرمختګ کولای شي د اقتصادي ودې او پانګونې لامل شي

په هېواد کې د څو تېرو کلونو په لړ کې،د بانکي خدمتونو په زیاتوالي سره، دم‎ګړۍ خصوصي او دولتي بانکونه توانېدلي چې د هېوادوالو یوازې ۱۱ سلنه نغدي پیسې جذب کړي.

د بانکونو ټولنه وایي، دمګړۍ د هېواد ۱۱ په سلو کې وګړي؛ په بانکونو کې پیسې ساتي او که د اسلامي بانکدراۍ فعالیت زیات شي، د هېواد پولي نظام به تر پخوا پیاوړی شي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، اسلامي بانکداري کولی شي، د لویو، منځنیو او کوچنیو پانګونو په برخه کې مهم رول ولري.

حقوق پوهان وايي چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ نه‎شتون له امله سلګونه مېلیارده افغانۍ چې شاوخوا ۸۹ سلنه هېواد وال سره شته دي لاهم د هېواد پولي نظام کې په ګرځېدو نه دي راغلې.

د اسلامي بانکدارۍ له خوا د افغانستان اقتصادي پراختیا نامه لاندې  دلته غونډه جوړه شوې ده

د دې غونډې موخه د سوداګرو هڅول او له اسلامي بانکدارۍ ګټه اخیستنه ده.

اوس مهال اوه بانکونه د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه وړاندې کوي.

د بانکونو د ټولنې اجرايي رییس نجیب الله امیري په دې اړه وویل:«اوه بانکونه د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه وړاندې کوي ځینې بانکونه پرېکړه لري چې په بشپړه توګه اسلامي بانکداري وړاندې کړي.»

د مرکزي بانک لومړی مرستیال واحدالله نوشیر هم زیاته کړه:«د بانکدارۍ خدمتونه ډېر محدود دي خلک ډ‌ېره کمه استفاده کوي ډېری خلک په غیر رسمي توګه تبادله کوي د دغه کار عمده دلیل په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ لومړني پړاونه دي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، بهرنیوهېوادونو ته د توکو لیږد او د بانکونو لوړ ټکټونه د سوداګرو له عمده ستونزو شمېرل کېږي.

دوی وايي، سوداګر چمتو دي له اسلامي بانکدارۍ څخه کار واخلي او باید لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي څرګنده کړه:«د پیسو په لېږد کې ډېرې جدي ستونزې لرو هغه سندونه چې له موږ څخه اخیستل کېږي تر دې حده رسېدلي چې بانک وايي چې تاسې د خپل پلور بل راوړئ کله چې موږ د پېر سند راوړو له بلې ستونزې سره خ کېږو له بده مرغه دا موضوع تر اوسه شتون لري.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیاله کامله صدیقي وویل:«اسلامي بانکداري کولای شي په کوچنۍ، منځۍ او سترې سوداګرۍ د ودې لپاره ښه رول ولري په ځانګړې توګه د هېواد په کلیو کې.»

بل خوا یوشمیر دیني عالمان هم وايي، د هېواد بانکونه باید له اسلامي فقې څخه بانکي خدمتونه وړاندې کړي ترڅو ډير هیوادوال وهڅول شي له دغو خدمتونو  کار واخلي.

د دین عالم شمس الرحمن فروتن په دې اړه په ډاګه کړه:«که‎چېرې موږ غواړو چې د اسلامي بانکدارۍ په لور ولاړ شو باید له اسلامي فقې چې په هغه کې ټول مسایل ویل شوي بانکونه له هغه کار واخلي.»

په همدې حال کې یو شمیر اقتصاد پوهان وايي، د اسلامي بانکدارۍ خدمتونو ته په پراختیا سره به ډير   سوداګر په بیلا بیلوبرخو کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي اوس مهال په ډيرو پرمختللو هیوادونو کې  اسلامي بانکداري د دغو هیوادونو د اقتصاد پراختیا کې مهم رول لري.

شریک یي کړئ