Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پيل شوې

تاشکند ته د کام ایر له لومړي پرواز سره د افغانستان او ازبکستان مستقیم پروازونه پیل شول. د هوانوردۍ ادارې مسولین وايي، له دې وروسته به دوه پروازه د افغانستان له لوري او دوه پروازه د ازبیکستان لخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شي.

 له بلخوا د کام ایر شرکت مسوولین هم وايي، چې د ازبیک ایر شرکت سره د یوه تړون له مخې ټاکل شوې د افغانستان اروپا او افغانستان امریکا ترمنځ الوتنې هم پيل کړي.

همدارنګه د هوايي چلند ادارې مسوولین وايي چې د افغانستان او ازبیکستان هوايي چلند ادارو په همکارۍ سره به افغان مسافرو ته د امریکا او اروپا زمینه برابره کړه.

د هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي په دې اړه زیاته کړه:«موږ هڅه کوو چې زموږ د مسافرو لپاره د ټرانزیټ لارې ډېرې شي. له دې وړاندې موږ یوازې په اماراتو او ترکیې پورې تړلي وو؛ په دې برخه کې اوس مسافر کولای شي د ازبیکستان له لارې هم نړۍ ته ولاړ شي.»

د کام ایر شرکت مسوولین وايي، هغه افغان مسافر چې امریکا او اروپا ته ځي له ازبیکستان څخه به په کم لګښت او په لږې موده کې د ازبیک ایر شرکت په الوتکو کې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

دوی وايي، دغه مسافر کولای شي د امریکا او اورپايي هېوادونو هوايي ټکټونه په کابل کې ترلاسه کړي.

د کام ایر شرکت مشر زمري کامګار په دې اړه وايي:«موږ هڅه کوو چې د ازبیکستان له حکومت سره ژر تر ژره هوکړه لیک لاسلیک کړو چې د هغه پر بنسټ، زموږ هغه مسافر چې اروپايي پاسپورټونه لري په هوايي ډګر کې د ۷۰ ساعتونو په اوږدو کې د ازبیکستان ویزه ترلاسه کړي.»

اوس مهال ډېری افغان مسافر چې امریکا او اروپا ته ځي د عربي اماراتو او ترکیې له لارې دغو هېوادونو ته سفر کوي.

د هوايي چلند ادارې مسوولین وایي، د اوسنیو مسیرونو سربېره هڅې کېږي چې د هغو افغان مسافرو لپاره یوه بله  ترانزیټي لاره ولټو شي چې اروپا او امریکا ته ځي.

د هوايي چلند ادارې مسوولین وايي چې د افغانستان او ازبیکستان هوايي چلند ادارو په همکارۍ سره به افغان مسافرو ته د امریکا او اروپا زمینه برابره کړه.

شریک یي کړئ