Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو او برېښنا وزارت په کندهار کې د دُهلې بند ظرفیت لوړوي

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د دُهلې بند بیارغونې ته په پام سره تمه کېږي چې د دغه بند د کاسې دېوالونه به تر اتو مټرو لوړ شي.

 د چارواکو په وینا، د دغه بند د کاسې په پراختیا سره به په یاد  بند کې ۲۶۴ مېلیونه متره مکعبه اوبه به ډپ او زېرمه شي.

له دغو اوبو څخه به د ځمکې د خړوبولو او څښاک اوبو سربېره د برېښنا په تولید کې هم ترې ګټه واخیستل شي.

د برېښنا وزارت چارواکي وايي، د برېښنا زیاتوالي په موخه به په دغه بند کې دری نور توربینونه هم نصب کړل شي. نوموړی وايي، داسیا پراختیايي بانک چمتو دی چې د دغه بند په جوړېدو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د اوبو او برېښنا وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالبصیر عظیمي په دې اړه وویل:«هغه بیخ‎بنسټیزه پروګرم چې د ارغنداب د اوبو د سرچینو په بحث کې مطرح دی، ۳۲۱ مېلیونه ډالره پانګونې شوې، چې د اسیا پراختیايي بانک له خوا به تر ۲۰۲۳ زیږدیز کاله ورکړل شي.»

د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په وینا، اوس‎مهال یو بهرني شرکت د دغه بند د سروې او نورې مسلکي او فني چارو لپاره ګمارل شوی او تر یو کال پورې به د دغه بند کار پيل شي.

هغه زیاته کړه:«د دغې سترې پروژې د مطالعاتي او خدماتي بحثونه کار، د دوه مېلیونه او ۱۰۰ زره ډالرو له لګښت سره له یوه نیوزیلنډي شرکت سره تړون شوی او د یوه کال په اوږدو کې به کمپنۍ ټول هغه ډیزاینونه چې پخوا شوي وو، وڅېړي او خپل هایدرولوژیکي مطالعات به هم بشپړ کړي.»

په همدې حال کې یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، د برېښنا د اړتیا پوره کولو ترڅنګ د کرنې لپاره د بندونو د اوبو کنټرول ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

دوی زیاتوي چې حکومت باید د بندونو جوړل او د برېښنا په تولید کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شعیب رحیم په دې اړه وویل:«که‎چېرې د افغانستان په مناسبو ځایونو کې بندونه جوړ شي، له یوې خوا د ځمکو د خړوبولو لپاره زمینه برابره کېږي او له بلخوا د برېښنا د تولید په برخه کې به هم اقدم  وشي.»

د کندهار ولایت دُهله بند په هېواد کې د سترو او مهمو بندونو شمېرل کېږي چې اوس مهال د دغه بند اوبه د یو شمېر ولسوالیو ۶۴ زره هکتاره ځمکې خړوبوي.

د غه بند په کندهار کې په ۱۳۵۲ لمریز کال جوړ شو او اوس مهال به په دغه بند کې د توربینونو نصبولو څخه څو میګاواټه بریښنا هم ترلاسه شي.

شریک یي کړئ