Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا شرکت له خوا د ځیرک میټرونو د طرحې په لاره اچول

د برېښنا شرکت چارواکي وایي، تر راتلونکو نهو میاشتو به، د کرېډیټ کارتونو په وسیله د برېښنا لګښت ټول شي.

د دې ادارې ویاند وايي، د پرمختللو میټرونو څخه په ګټنې سره، د کرېډیټ کارتونو پلور هم پېلېږي.

له دې ټولو سره د برېښنا شرکت مسوولین زیاتوي، چې تر راتلونکو درو میاشتو، به د برېښتا د لګښت بلونه میاشت په میاشت وېشل کېږي.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د مشتریانو  له خوا د برېښنا لګښت نه ورکول او د مشتریانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه دغه شرکت د برېښنا لګښت ورکول د کرېډیټ کارونو له مخې یو پروګرام په پام کې لري.

د دغه شرکت ویاند وايي، د برېښنا شرکت مشتریان به له بازاره د برېښنا  ځانګړو کرېډیټ کارتونو په اخیستو د ځیرکو  میټرونو څخه په ګټې اخیستنې سره له برېښنا ګټه واخلي.

هغه وايي چې دغه پروګرام پلي کول به له دولتي بنسټونو  پيل شي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي په دې اړه وویل:«ځیرک میټرونه د کرېډیټ کارت یو ځانګړی ځای لري. خپل کرېډیټ به پېري زړه یې د سلو افغانیو برېښنا پېري او که زړه یې د زرو افغانیو برېښنا پېرې همغه کرېډیټ کار به په میټر کې اېږدي هغوی یې په یوې شپې کې لګوي او که په یوه کال کې هېڅ ستونزه نه رامنځته کوي.»

بل خوا د برېښنا شرکت مسوولین وايي، تمه کېږي د یوې بلې طرحې پربنسټ به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې د برېښنا لګښت لپاره  یوسافټویر نصب او د هغه لګښت له مخې مشتریانو ته به برېښنا ورکول کېږي.

خو یو شمېر کابل ښاریان د دغه پروګرام ستاینې ترڅنګ دوی ته د برېښنا لګښت له لوړو بلونو شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی رمضان وايي:«ښه سیستم دی باید مدیریت یې سم شي.»

د کابل بل اوسېدونکی نور اغا هم وویل:«که‎چېرې بلونه په میاشت کې راشي ښه دي د دې لپاره چې د خلکو اقتصاد ښه نه دی.»

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، اوس مهال مېلیاردونه افغانۍ يې دولتي بنسټونه پوروړي دي په داسې حال کې چې د برېښنا زیات مصرفوونکي دولتي بنسټونه او زورواکي دي چې د دغه شرکت د برېښنا لګښت نه ورکوي.

شریک یي کړئ