Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حاجیګک کان د استخراج لپاره د کانونو وزارت هیله

د حاجیگک د اوسپنې د کان د رایستلو د تړون  څخه د هندي کنسرسیم د شاته کېدو په اړه د راپورنو د خپرېدو سربېره تر اوسه هم د کانونو وزات هیله من دی چې دغه کنسرسیم به د دغه کان د رایستلو تړون لاسلیک کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وایي چې تر اوسه د دغې هندي کنسرسیم رسمې دریځ نه دې مالوم خو دوی هڅه کوي ترڅو د دغه کنسرسیم له مسؤولینو سره خبري وکړي.

اخوا له اداري فساد سره د مبازی شبکه وایي چې د کانونو او پټرولیم وزارت کې سرپرستي په دغه وزارت کې د ګډودیو د رامنځ ته کېدو لامل شوی او حکومت هم د دغه وزارت په اړه بې پروا دي.

د حاجیګک د اوسپنې کان د اوسپنې د څه باندې ۸ مېلیارده ټنو زېرمو په لرلو سره،په هېواد کې یو له سترو کانونو څخه دی چې پنځه کاله وړاندې په یوې داوطلبۍ کې د هند کنسرسیم او یوه کاناډايي شرکت ته وسپارل شو.

په لومړي سره کې دغه کنسرسیم په دغه کان د ۱۱ مېلیارده ډالرو د پانګونې وړاندیز کړی وه چې د یوې د فولادو یوه ستره کارخونه هم شامله وه،خو د کمې مودې په تېردو سره داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې دغه کنسرسیم د دغه کان له رایستو لاس په سر شوی دی او دغه رپوټونه د کانونو وزارت یو شمېر چارواکو هغه مهال تأیید کړي وو.

خو اوس د کانونو وزارت یو ځل بیا هیله لري چې هندي کنسرسیم به ښايي د دغه کان د رایستو تړون لاسلیک کړي.

د کانونو وزارت ویاند ذبیح الله سروري وايي:«د کانونو وزارت هڅه کړې چې د هندي کنسرسیم له چارواکو سره په اړیکه کې شي ترڅو د دغې پروژې په اړه د هغوی په دریځ پوه شي او موږ اوس هم هڅه وو.»

خو له ادارې فساد سره د مبارزې شبکې مسؤولان د کانونو په وزارت کې له حده زیاتو ستونزو ته په کتو سره وايي چې د دغه وزارت اوسنۍ خبرې هم معتبرې نه دي.

له ادارې فساد سره د مبارزې شبکې رییس خان زمان عمرخېل په دې اړه وویل:«د کانونو په وزارت کې ډېرې ستونزې دي.وزیر نه شته د دغه وزارت سرپرست او نور کارکوونکي هم په دې اړه ډېر دقیق عمل نه کوي او دهغوی ویناوې د اعتبار وړ نه دي.ځکه چې هر وخت کېدا شي دغه خبرې بدلون وکړي.»

د حاجیګک د اوسپنې ستر کان د کابل ۱۳۰ کیلومټرۍ لوېدیځ بامیانو ولایت کې موقعیت لري او دغه کان د کیفیت او کمیت له پلوه د نړۍ کې د اوسپنې یو له سترو کانونو څخه دی چې تراوسه پرې کار پیل شوی نه دی.

د ۱۹۶۰ کلونو څېړنې ښيي چې د دغه کان ډبرې ۶۴ سلنه اوسپنه لري.

خو له دغو ټولو سره سره د هندي کنسرسیم او د کانونو وزارت ترمنځ د دغه کان په اړه  د لومړنیو ژمنو جزئیات د رسنیو واک کې ورکړل شوي نه دي.

سخنگوی وزارت معادن می‌گوید که تا کنون موقف رسمی کنسرسیم هندی برای استخراج معدن آهن حاجیگک معلوم نیست و این وزارت تلاش دارد با مسوولان این کنسرسیم گفتگوکند

شریک یي کړئ