Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د شمال-سولې ملي دهلېز دویمه برخه پرانیسته

د بامیان تر یکاولنګ ولسوالۍ  د دره صوف د ۱۸۷ کیلومتره سړک د جوړولو کار چې د شمال او سوېل د لارې یوه برخه ده د ۲۱۳ مېلیون ډالرو په لګښت د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غني لخوا پيل شو.

ولسمشرمحمد اشرف غني چې د دغې پروژې د پرانیستې لپاره بامیانو ته تللی وه وویل چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به بامیان د افغانستان په زړه بدل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«نه یوازې د بامیانو شریانونه به پرانیستل شي بلکې بامیان به د افغانستان په زړه بدل شي او د حکومت ژمنه پر متوازنې پراختیا دی.»

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د بامیانو اوسېدونکو ته په دغه ولایت د نورو پروژو د عملي کېدو زیری ورکړ.

هغه څرګنده کړه:«په روان کال کې، تر درې راتلونکو میاشتو د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا پروژې عملي کار به هم پیل شي او دم‎ګړۍ په بېلابېلو برخو کې پراختیا پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.»

له بلخوا ولسمشر د لوی درستیز مرستیال مرادعلي مراد د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د مرستیال په توګه معرفي کړ.

ولسمشر غني په دې اړه څرګنده کړه:«غواړم چې دا زیری هم درکړم چې جنرال مراد علي مراد د افغانستان د لوړپوړي امنیتي مرستیال په توګه به وي.»

د بامیانو والي وايي د هزاره جات سیمې د جغرافیايي زندان په توګه دي او د دې پروژې عملي کېدل به د سوداګریزو او ټرانزېټي اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

د بامیانو والي طاهر زهیر وویل:«د هېواد خلک د شمال- سوېل دهلېز د کار د دوام غوښتونکي دي.»

د ټولګټو وزارت سرپرست محمود بلیغ هم په دې اړه وویل:«د پراختیايي پروژو په عملي کېدو سره بامیان به د هېواد د ټرانزیټ په څلور لارې بدل شي.»

د دره صوف یکاولنګ سړک د هېواد شمال او سوېل له لارې له مهمو برخو څخه دی چې دا سړک کندهار ولایت ته رسېږي.

د دغه سړک لومړۍ برخه له بلخ ولایت څخه تر دره صوف پورې د ۹۳ کیلومتره په اوږدوالي جوړ شوی او تر کندهار پورې د ۵۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د هغې د درېیمې برخې د مسلکي څېړنو کار د آسیا د پراختیایي بانم په مرسته پیل شوی دی.

د دغه واټ دویمه برخه،د سمنګان او بامیان سره نښلوي او د بامیانو د اقتصادي پرمختیا لپاره ګټور بلل شوی دی.

شریک یي کړئ