Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غوریانو د مالګې کان د را ایستلو تړون یوه خصوصي شرکت ته وکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات غوریان ولسوالۍ کې د مالګې د یوه کان تړون یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي چې په تړونونو کې د روڼتیا نشتوالي او په پروژو کې د ستونزو له کبله یې د تړون اجازه نه لرله،  خو اوس دا ستونزې تر یوه بریده حل شوي دي.

د دغه تړون له مخې تړوني شرکت د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د مالګې په کان کې تر ۴۰۰ زرو ډالرو پانګونه کوي او په کال کې به  له دغه کان نه تر ۲۵ شتو زو پورې مالګه استخراج کړي.

 قراردادي شرکت به د هر ټن مالګې د رایستو پر سر یو زرو پنځه شپیته افغانۍ حکومت ته ورکوي چې په کال کې به شپږ ویشت مېلیونه افغانیو ته ورسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان وویل:«د تېرو درې کلونو په اږدو کې د کانونو او پترولیم وزارت د هېڅ کان د تړون اجازه نه‎لرله چې عقد وکړي. د دې لپاره چې لومړیتوب دا وه چې د تړونونو په مدیریت او وزارت خپله وړتیا لوړه کړه او د تړونونو په بهیر کې روڼتیا رامنځته شوه.»

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د مالګې کان ۷۴ هکټاره اوږدوالی لري او دغه کان ۱۰ کاله وړاندې هم یوه شرکت ته سپارل شوی وه.

 د کان په سیمه کې د ۷۰ زرو ډالرو په ارزښت د  ټولیزو خدمتونو د یو شمېر پروژو پلي کول، د یوه روغتون جوړل او د چاپېریال د ساتنې لپاره د ۳۰ زره ډالرو ورکړه د قرارادادي شرکت له ژمنو بلل کېږي.

د تړوني شرکت استازی بصیر احمد په دې اړه وویل:«موږ ژمن یوو چې د قانون په مطابق، کار او په رڼه توګه او د کانونو وزارت له همکارۍ سره خپل فعالیت پیل کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې په وینا، د هېواد د کانونو ۱۴ تړونونه چې ستر کانونه هم په کې شامل دي دم‎ګړۍ په تړونونو کې د ستونزو له له امله، د دغو کانونو د راایستو کار درول شوی او دا بنسټ هڅه کوي ترڅو ژر تر ژره د دغو کانونو ستونزې حل کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت له درې کلن ځنډ وروسته بالاخره  له یوه خصوصي شرکت سره د یوه کان تړون لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ