Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لاجوردو هوکړه‎ لیک د پنځو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو

د لاجوردو تجاراتي او ترانزیتي لارې هوکړه لیک په دغې لار کې د شاملو ۵ هېوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوه.

د افغانستان د حکومت چارواکي وایي دا هوکړه لیک د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د نوې پاړکي پرانیسته ده.

د دې هوکړې له لاسلیک سره، افغانستان، ترکمنستات، اذربایجان، ترکیه او ګرجستان د لاجوردو په لار کې شامل هېوادونه دي او سوداګریز او ټرانزیټي اړیکې به یې نېږدې شي.

ټرانزیټي او ګمرکي اسانتیاوې، د لېږد رالېږد لپاره د زیربناوو رامنځته کول او په دغو هېوادونو کې د لېږد رالېږد  د ښه خدمتونه وړاندې کول، د بندونو د ستونزو هواری، له هغو مواردو شمېرل کېږي چې د لاجوردو په سوداګریزه او ترانزیټي هوکړه کې ځای پرځای شوي دي.

د ریکا په غونډه کې د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر میکایل په دې اړه وویل:«موږ تر ډېره هغې نوې لارې ته پاملرنه کوو چې افغانستان ته رسېږي او موږ هڅه کوو چې له افغان حکومت سره د لاجوردو د لارې په اړه کار وکړو دا کار د تاجیکستان لپاره هم د پام وړ دی او دا نوې لاره کولای شي د سیمې په اقتصاد کې مهمه ونډه ولري.»

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د لاجوردو لارې څخه ګټه اخیستنه د اروپایي او اسیايي هېوادونو سره د سوداګرۍ په پراختیا کې مهمه بولي.

د لاجوردو لارې څخه په استفادې سره افغاني توکي له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان، تورې بحیرې ، ترکیې مدیترانې څخه تېر او د ځمکې له لارې به اروپا ته ورسېږي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه دغه لاره اسیايي او اروپايي هېوادونو ته لنډه او کم لګښت لرونکې لاره بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس حسن سروش په دې اړه وویل:«د لاجوردو هوکړه د سیمې یوه له مهمو هوکړو څخه ده. د سیمه‎ییزې سوداګرۍ پراختیا، د سیمې نېښلول، د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو حل د دغې لارې له اوږد مهاله اغېزو څخه به وي.»

ویل کېږي چې په دې لاره به د توکو لېږد رالېږد تر ۸۰ سنله په رېل پټلۍ له لارې ترسره شي او له دې لارې ګټه اخیستنه به د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی په دې اړه وايي:«لېږون د رېل پټلۍ له لارې ترسره کېږي. واقعاً یوه بله نوې لاره ده چې افغانستان په نېغه توګه له اروپا سره نښلوي.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په ډاګه کړه:«یوه لاره چې زموږ لپاره ډېره مهمه ده او خبرې اترې هم کابو پای ته رسېدلي، د لاجوردو دهلیز د پنځو هېوادونو ترمنځ دی.»

د لاجوردو لار له تورغنډۍ او آقینې پيلېږي او له ترکمن باشي بندر؛ او خزر سمندرګي په تېرېدو سره آزبایجان او ګرجستان ته رسېږي او له هغه ځایه د تور سمندرګي د بوتي او باتومي له بندرونو په تېرېدو سره  قارص ښار او د استانبول بندر او بالارخره اروپا ته رسېږي.

 ویل کېږي چې په دې لاره به د توکو لېږد رالېږد تر ډېره په ریل پټلۍ ترسره شي او له دې لارې ګټه اخیستنه به د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د لاجوردو لارې څخه ګټه اخیستنه د اروپایي او اسیايي هېوادونو سره د سوداګرۍ په پراختیا کې مهمه بولي.

شریک یي کړئ