Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزارت له هېواد څخه د ۴۵ سروزرو قاچاق مخنیوي خبر ورکوي

د مالیي وزیر، اکلیل حکیمي وایي چې د امریکا د څار اداري په مرسته یې له هېواد نه د ۴۵ کیلوګرامه سره زرو له قاچاق څخه مخنوي کړی دی.

نوموړی که څه هم چې په دې اړه ډېر جزئیات نه ورکوي، خو د دغو سره زرو ارزښت کابو دوه ملیونه ډالر بولي او زیاتوي چې دغه ۴۵ کیلو ګرامه نیول شوي سره زر يي مرکزي بانک ته سپارلي دي.

د مالیې وزیر زیاتوي:«هغه سره زر چې قاچاق کېدل په یوه اساس ځای کې مو ونیول. ښایې ارزښت یې دوه میلیونه ډالره وي، کلونه کېږي چې دا کار شوی دی او په دې برخه کې سیګر له موږ سره مرسته وکړه.»

په همدې حال کې د مالیې وزیر وايي، دغه وزارت توانیدلی چې د لومړي ځل له پاره خپله دری کلنه بودیجه جوړه کړي.

وړاندې وايي:«د لومړي ځل لپاره موږ بودجه چې ژمنه مو کړې وه په درېیو کلونو کې یوه بودجه چې هم عادي او هم پراختیايي په کې وې، اعلان شوه.»

د بودیجې په مسوده کې نیمګړتیاوې هرکال سترې لانجې رامنځته کوي، خو دا لومړی ځل دی چې مالیې وزارت د دری کلنې بودیجې د جوړولو خبر ورکوي.

د مالیې وزير د دغو سره زرو ارزښت کابو دوه ملیونه ډالر بولي او زیاتوي چې دغه ۴۵ کیلو ګرامه نیول شوي سره زر يي مرکزي بانک ته سپارلي دي

شریک یي کړئ