Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ ۳۰۰ برخو ته له ۵۰ سنلې کمې کرایې سره د افغان غالیو لېږدول

د ترکیش ایر شرکت چې د هوایي چلند یو بهرنی شرکت دی په کرایه کې د پنځوس سلنې له کموالی سره د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۰۰ برخو ته لېږدوي.

د ترکیش ایر شرکت مسوولین وایي چې د هېواد د غالۍ اوبدونکو له ټولنې سره یې هوکړه کړي چې اورپایي هېوادونو ته به هر کیلوګرام غالۍ تر دونیم ډالر پورې ولېږدوي.

اخوا د غالۍ اوبدونکو د ټولنې یو شمېر غړي وایي چې په دغې کار سره یې په انلاین توګه د غالیو د پېر اوپلور بازر ښه شوی دی.

د ترکیش ایر شرکت مسوولین وايي، د ابادۍ پروګرام په چوکاټ کې چې د امریکا پراختیا يي بنسټ له خوا تمویلېږي افغانۍ غالۍ د نړۍ ۳۰۰ بر خو ته په ۵۰ سلنه ټيټه کرایه لېږدوي.

دوی وايي، د هېواد د غالیو ټولنې سره د یوې هوکړې له مخې به ځينې افغانۍ غالۍ په درېیو ورځو کې د نړۍ هېوادونو ته رسېږي.

په کابل کې د ترکیش ایر شرکت یو تن مسوول جمال مرادیان وویل:«له دغه تړون څخه موخه دا ده چې سوداګر باید په نېغه د ترکیش له کارګو سره کار وکړي ترڅو غالۍ یې په معینه وخت موخې ته ورسېږي او دا کار به د غالیو اوبدونکو په کار به مثبته اغېزه وکړي.»

بل خوا د نړۍ یو  شمېر هېوادونو ته د افغاني غالیو لېږدولو ترڅنګ دغو غالیو ته د انلاین پلور زمینه هم برابره کړې ده.

جمران قاسمي چې د غالیو یو شرکت مسوول دی د مشتریانو د غوښتنو مطابق د افغاني غالیو لپاره په بېلا بېلو ډيزایونو چمتو کوي.

دی وايي، په دې سافټویر کې يې د مشتریانود  خوښې نیولې تر لوړو بیو پورې ټول په پام کې نیول شوي دي.

هغه زیاتوي چې مشتریان ورته د کوټې انځورونه استوي چې د اندازې او رنګ په پام کې نیولوسره هغوی ته غالۍ جوړوي.

د افغانستان دغالیو د پلوراو بازارموندنې مسوول جمران قاسمي څرګنده کړه:«موږ اوس ښه کار کوو او زموږ مشتریان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زموږ له غالیو سره بلدتیا لري له همدې امله موږ ته ډېر مهمه ده چې له بېلابېلو لارو خپلې غالۍ وپلورو او زموږ مشتریان زموږ له کاره رضایت ولري.»

بل خوا د هېواد د غالیو ټولنې مسوولین که څه هم د سهولتونو سره نړیوالو بازارونونه ګټور بولي خو، وايي، چې حکومت باید د افغاني غالیو لپاره د بازار موندنې ته لا زمینه برابره کړي.

هغوی وايي، لاهم ډېرې افغانۍ غالۍ د ګاونډیوهېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د افغانستان د غالیو د ټولنې غړی سید عباس وايي:«اوس بهر ته د غالیو د لېږد بیه ډېره ټيټه شوې موږ له ترکیش ایر سره تر تړون مخکې دوبۍ ته د هر یو کیلوګرام غالیو د لېږد لپاره دوه ډالره ورکولې خو اوس تر ۸۰ سنټه ورکوو.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت د پراختیا چوکاټ له مخې هڅې کوي چې د افغاني غالیو د صادراتو له پاره زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند وايي، تمه کېږي چې له ترکیې او عربي هېوادونو سره هوايي دهلیز رامنځته شي او د افغانستان محصولات په مناسبه بیه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

که څه هم د انټرنیټ له لارې د غالیو پلورل نوې لاره ده خو هېواد کې د غالیو ستر شرکتونه وايي، په وروستیوکلونو کې د غالیو اوبدونکي په معیاري بڼه کار کوي.

شریک یي کړئ