Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ برخه کابل ته راورسېده

د هند مرسته شویو غنمو لومړنۍ برخه چې ۲ زره او ۴۴۲ ټنه کېږي نن کابل ته راورسېدل. دا د هند لومړني مرسته شوي غنم دي چط د چهابهار بندر څخه افغانستان ته واردېږي.

 د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د هند ۱۱۰ زره ټنه مرسته شوي غنم چې ټاکل شوې ده  سږکال هېواد ته وارد شي، د مرکز سیلو سربېره به د غزني، ننګرهار، هرات، لغمان، کندهار او هلمند د غلو دانو په زیرمو کې ځای پرځای کړای شي.

د کرنې اواوبو لګولو وزیر نصیراحمد درانی وایي چې تر دې وړاندې ۱۰۰ زره ټنه غنم له ازبکستانه پېرل شوي دي او دغه غنم هم د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو په سټراټېژیکو  زیرمتونونو کې ځای پرځای شوي دي.

اخوا په هغو مراسمو کې چې پلازمېنه ته د هند د مرسته شویو غنمو د لومړۍ برخې د رارسېدو په موخه جوړه شوې ده، په کابل کې افغان چارواکي او د هند سفارت چارواکي د چاربهار بندر د هېواد لپاره ډېر مهم بولي.

 دوی وايي چې پاکستان تل د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د ټښنګښت پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

په کابل کې د هند د سفیر مرستیال الوک جها په ډاګه کړه:« افغانستان په وچه راګیر هېواد دی او سوداګرویز لارو ته لاسرسی د هغه نړیوال حق دی چې په سیمه کې د یوه مشخص هېواد له لوري یې تل پر وړاندې خنډونه رامنځته شوي. د هند افغانستان او د سیمې او اخوا هېوادونو لپاره دا ډېره مهمه ده، له همدې امله به د چابهار بندر نوې سوداګریزه لاره زموږ د اړیکو د پراختیا لپاره ډېره مهمه وي.»

هند په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې له افغانستان سره د یو اعشاره یو مېلیون ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې وه چې له دې ډلې ۷۰۰ زره ټنه یې په تېرو کلونو کې افغانستان ته ورکړل شوي دي. له افغانستان سره د هند د سږکال د ۱۰۷ زره ټنه غنمو نه تر اوسه ۶۰ زره ټنه یې چابهار بندر ته رسېدلي دي او ۲۳ زره ۷۶۰ ټنه یې افغانستان ته رارسېدلې دي.

شریک یي کړئ